چهارشنبه , 24 اپریل 2024

د ننګرهار د ځغاستې لوبډله جوړه شوه

په ننګرهار کې د لومړي ځل لپاره د ځغاستې ټاکنيزې سيالۍ تر سره او په پايله کې يې نهه تنه غوره لوبغاړي ددې ولايت د ځغاستې منتخبې لوبډلې غړيتوب تر لاسه کړ. د بدني روزنې امريت د ځغاستې فدراسون مسول شکرالله عرب په وينا دغه سيالۍ د بدني روزنې امريت او د ځغاستې فدراسو ن له خوا د يوې ورځې لپاره د بېلابېلو ريشتو د اويا تنه ورزشکارانو په ګډون د فوټبال په نړيوال لوبغالي کې ترسره شوه. د نوموړي په خبره دغه سيالۍ د پنځه زره، درې زره او سل کېلو مترو په واټن سره ترسره شوې، چې موخه يې ددې ولايت د ځغاستې منتخبې لوبډلې لپاره دغوره لوبغاړو پېژندل وه. عرب زياته کړه، چې د پنځه زره کېلو مترو په واټن کې شکر الله لومړی، نصرت دويم او رحيم الله دريم مقام ترلاسه کړ. د بدني روزنې امريت د ځغاستې فدراسون مسول په خبره د درې زره مترو په واټن کې عنايت لومړی، بريالی دويم او نجيب الله دريم مقام خپل او دغه راز د سل کېلو مترو په واټن کې الياس لومړی، فرهاد دويم او حشمت الله دريم مقام خپل کړ. په همدې حال کې د ننګرهار بدنې روزنې امر شاهدالله ساپي د ځغاستې فدراسون مسول کړې فعاليتونه وستايل او هغه ته يې په چارو کې دلا برياو هيله وکړه او د هر ډول همکاريو ډاډ يې ورکړ. ددې سياليو څارونکي او د کيک بوکس فدراسون مسول ذاهد ساپي ددې سياليو تر سره کول په دې ولايت کې د ځغاستې د پرمختګ لپاره يو ګټور ګام ياد کړ او په راتلوونکي کې يې د ورته سياليو غوښتنه وکړه. د يادونې ده، چې ددې سياليو په پيل کې د لومړي، دويم او دريم مقام ګټوونکو ته لوبغاړو ته مډالونه او تقدير نامې ورکړل شوې .