د ننګرهار ولایتي شورا د ننګرهار والي ته ۴۸ ساعته ضرب الاجل ورکړ

د ننګرهار ولایتي شورا مشر او غړیو په یو مطبوعاتو کنفرانس د هغه تورونو په غبرګون کې چې د ننګرهار والي له لوري پر دوی لګول شوي وایي، دا تورونه دوی پورې تړاو نلري دوی همداراز وايي چې دوی سره دې د رسنیو مخکې مناظرې ته کېنې او حساب دې ورکړي.

خو د ننګرهار ولایتي اداره وایي، دا ډول ویلي او ناویلي د وخت ضایع ده او دوی یي د سپیناوي لپاره وخت نلري.

د ننګرهار ولایتي شورا مشر او غړیو یې د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل هغه څرګندونو ته چې ویلي دي د ننګرهار ولایتي شورا مشر احمد علي حضرت د سولې مشورتي لوی جرګې د ټاکنو په خرابوالي کې، د ولسونو ترمنځ نفاق اچونه کې او د ننګرهار ولایتي ادارې پسې منفي تبلیغات کولو کې لاس لري د والي دې څرګندونو ته د ننګرهار ولایتي شورا رئیس احمد علي حضرت وایي، د ننګرهار امنیت داعش، طالب او نورو تروریستي ډلو چې د پاکستان استخباراتي اداري کار دی دلته یې ترسره کوي؛ خو که د ننګرهار والي یې دې ډلو ته برآت ورکوي؛ نو والي په دې کې لاس لري.

په همدې حال کې د ولایتي شورا بل غړی اجمل عمر وایي، د والي له لوري پر ده لګول شوي تورونه بي بنسټه دي نوموړی وایي، د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په ننګرهار کې د داعش ډلې ملاتړ او په کلکه ترې دفاع کوي.

د ننګرهار ولایتي اداره د ولایتي شورا د غړیو دا ادعاوې بې بنسټه ګڼې، د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼی د ننګرهار والي د ولس د امنیت لپاره کارکولو ته ژمن دی نوموړی وایي، دا ډول ویلي او ناویلي د وخت ضایع ده او دوی یې د سپیناوي لپاره وخت نلري.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل او د ننګرهار ولایتي شورا ترمنځ دا ناندرې په داسې حال کې راپورته کېږي چې د سه شنبې په ورځ د ننګرهار ولایتي شورا په یو مطبوعاتي کنفرانس کې د ننګرهار ولایتي اداره د ننګرهار په امنیت راوستلو کې پاتې یاده کړه.