پنجشنبه , 25 اپریل 2024

د ننګرهار يو طالب د باغران د کنډوالو کيسه کوي

يوه ملګري کيسه راته کړې چې د ننګرهار په پوهنتون کې مې اسلامي شريعات لوستل. له هماغه ځايه مې له طالبانو او جهادي ډلو سره علاقه وه. خوښېده مې چې دا جهادي ډلې هر چېرته چې وي بری ترلاسه کړي، او په اصطلاح له يرغلګرو سره  وجنګېږي. دا سړی د هلمند ولايت اوسېدونکی و. کيسه يې په دې ډول ده:

“ننکرهار کې مې د شريعاتو پوهنځی لوست. هلته مو پوهنتون کې د اسلام د طرف دارانو قوي قوي ډلې درلودې. چېرته به چې امريکايي اشغالګرو بمباري کړې وه، موږ ته دنده راکول کېده چې پر ضد يې اعتراضيه مظاهره وکړو. زموږ هرې ډلې ځانته مشر درلود. مشر د غونډو او مظاهرو په اړه تصاميم نيول پرېکړې يې کولې. همدارنګه موږ داسې کسان هم په نښه کول چې له جهادي ډلو سره يې مخالفت درلود.

دا زموږ تګلاره وه چې چا له جهادي ډلو سره مخالفت کاوه، هغه مو د اسلام مخالف ګاڼه. د دا ډول کسانو په اړه مو بحثونه کول. غوښتل مو هغه اصلاح ته راوبولو. که څوک نه اصلاح کېدلی د خپلو کمېټو مشرانو ته مو راپور ورکاوه، بيا هغوئ پوهېدل او کار يې. کمېټې د پوهنتون له محصلينو جوړې وې. موږ له مختلفو پوهنځيو ډلګۍ جوړې کړې وې. زموږ اساسي هدف د اشغالګرو پر ضد مبارزه او د مجاهدينو د تقويې لپاره کار کول وه.

ما پوهنتون کې د هلمند يو محصل اوسېدونکی انډيوال کړ. د هلمند د مجاهدې په اړه به يې ډېرې کيسې راته کولې. خورا ښه بحثونه به مو کول. د افغان پوځيانو د سقوط شويو قراره ګاوو او د دوئ د پوځي تجهيزاتو د ورانۍ بحثونو ډېر خوند کاوه. ده د هلمند د فتحو ډېرې خوږې او ترخې راسره شريکولې. د باغران له سقوطه، تر نوزاد، موسی کلا خانشين، دېشو، ناوې او نورو هغو ولسواليو پورې چې له ودانيو پرته نورې ټولې برخې به يې مجاهدينو نيولې وې.

لنډه يې دا چې ما همېشه دې خبرې ته پام کړی و چې مجاهدين ولې د بيارغاونې او ابادۍ په اړه کوم پرمختګ نلري. دا اندېښنه به مې له خپلو همفکرو ملګرو سره شريکه کوله. ملګرو ډاډ را کاوه چې طالبان اوس په جګړه اخته دي، په داسې حال چې د وطن دفاع او سپېڅلی جهاد ور له غاړې دی، نه شي کولی چې په وطن کې ابادي او پرمختګ رامنځته کړي. د دې لپاره دا دليل هم وړاندې کېده چې مجاهدين هيڅ داسې سيمه کې په بشپړه توګه حاکميت نلري چې هلته دوئ له جګړې ډاډه وي، او دابادۍ په چارو لاس پوري کړي.

ماته دې خبرې قناعت راکاوه چې په رښتيا هم طالبان په جګړه اخته دي، او نه شي کولی جګړه او پرمختګ پر يوه مهال مخته يوسي. مګر ها خوا به مې چې کتل، افغان عسکرو هم جګړه کوله، اوهم يې پلونه، سړکونه او پلچکونه بيرته رغول هغه چې مجاهدينو به په جهادي بريدونو کې وران کړي وو. په هر صورت دا خبرو کله کله له اندېښنو سره مخامخولم. داسې اندېښنې چې بايد يو حلچاره مې ورته موندلې وای.

وخت تېر شو. پوهنتون خلاص شو. ننګرهار کې مې د يوې مدرسې استادي ونيوله. د دې تر څنګ مې يوې بلې تعليمې ادارې کې د پوهنتون د استاد په توګه ديني مضامين تدريسول. څه باندې دوه کلونه تېر شول. په همدې جريان کې به مې کله – کله په عملي ډول جهاد ته تلم. څو ورځې به مې په سنګر کې تېرولې. زما ډېره کرکه له بهرنيانو کېده، مګر هلته به چې ما هر څومره هڅه وکړه بهرنيان به مې نه ليدل.

همدا افغان عسکر وو چې موږ ماينونه ورته ښخول، پر پوستو مو يې بريدونه کول. يوه ورځ په يوه ګوښه ساحه کې د ملي اردو يو سرتېری د بام پر سر پر لمانځه ولاړ و. شاوخوا ته يې په پرتو ساحو کې زموږ کمربندونه وو. زموږ يوه ملګري نارې کړې چې هلئ توربين داره ټوپک راوړئ، ښکار په ګوتو راغلی. موږ ملګری په خزه کې ورته پر ګونډو شو، د ملي اردو پر عسکر يې ډز وکړ، سمدلاسه يې ونړاوه.

چې واقيعت ووايم، د دې عسکر وژنې زړه کې داسې کرکه را پيداکړه. هغه داسې چې دی هم لمونځ کوي، موږ يې هم کوو. دی هممهاله پر لمانځه ولاړ و موږ وويشت، د دې کوم عذاب خو به موږ ته نه رسيږي. دې کار کرار کرار اندېښمن کولم. بلاخره د جهاد ڼېټه مې پورته شوه بيرته خپلې دندې ته ستون شوم.

څه موده تېره شوه د هلمند ملګري مې زنګ ووهه چې دېخوا په چکر راشه. ما هم خبره تاييد کړه. خپل کارونه مې تمام کړل. بلاخره د يوې اونۍ په جريان کې مې هلمند ته د سفر موزې په پښو کړې. په هلمند کې مې د خپل ملګري کور پيداکړ. هغه هم دلته د يوې مدرسې استاد و. څو ورځې مې ورسره تېرې کړې. په لښکرګاه کې يې وګرځولم. د هلمند په اړه يې ډېر مالومات راکړل. بيا يې مارجې، ناوې، نادعلي ګرمسېر او څو نورو ولسواليو ته په سفر بوتلم. هلته يې پر مجاهدينو وګرځولم.

دلته هم دغسې حالت و. کله به چې د افغان عسکرو د حاکميت په سيمه کې تېرېدو، کورونه، ابادي، شين ګياه او سوکالي تر سترګو کېده، مګر له بده مرغه چې د مجاهدينو ساحې ته به ور شېوه شوو، کورونه به کنډوالې وو. هټۍ به سوځېدلې وې. د انسانانو ګڼه ګوڼه کمه وه. پر چاپېريال به داسې انځور غوړېدلی و تا به ويل چې يوه توره سېلۍ راغلې او هر څه يې له ځان سره وړي. دا ډول شيان له وخته زما په ذهن کې ګرځېده. په فکر کې يې ډوبېدم. خو بيا به مې له ځان سره دا سوچ وکړ چې طالبان په جګړه اخته، د جګړې په جريان کې د ابادۍ په اړه زما دغه ډول توقع يانې چې پر ځای نه ده.

زما دې ملګري، په ننګرهار کې هم د طالبانو او د هلمند د ولسواليو په اړه مالومات راسره شريک کړي وو. بيا يې دلته هم ډېر نور مالومات راکړل. په دې کې تر ټولو اوله يې د هلمند باغران ولسوالي رايادوله چې د اول ځل لپاره مجاهدينو فتحه کړې او تر ۱۶ ډېر کلونه کېږي چې هلته پرې حاکميت لري. زما ډېره تلوسه شوه چې هلته به ولاړ شو. ملګري مې ويلي وو چې هلته هيڅ جګړه، نا امني او ناخوالي نشته. زه ډېر خوشال شوم چې ګوندي هلته مجاهدينو ډېر پرمختګ او ابادي رامنځته کړې وي.

بلاخره مو د نورو ولسواليو له سفر وروسته باغران ته هم د سفر نيت وتاړه. له لښکرګاه څخه ګرشک ته له هغه ځايه مخ پر باغران روان شوو. پر لاره خورا ډېرې شاړې مځکې، دښتونه، غرونه او بيابانونه وو. خو په ځينو ساحو کې به خړ خړ کورونه اباد وو. زما پوښتنه وه چې دلته پر دې بيابان دوئ اوبه له کومه کوي، ملګري مې ويل دلته يې برمې وهلې، اوبه د لمريزو هندارو په مرسته راپورته کوي.

يوې بارې او شېلې ته راورسېدو. ملګري ويل: نور نو باغران ته ورداخل شوو. موږ په دوو ورځو کې باغران ته ورسېدو. باغران ته د ورننوتو په دروازه کې که څه هم دروازه نه وه، همداسې يو د تلاښۍ ځای و څو مجاهدين ولاړ وو. پوښتنه يې وکړه چې چېرته ځئ څوک ياست؟ زما ملګري خبرې ورسره وکړې، د يو چا نوم يې ور واخيست چې موږ د هغه ملګري يوو دا ملګری له ننګرهاره راغلی د باغران ولسوالۍ د ليدلو علاقه لري.

زما څخه يې اندېښنه درلوده. پوښتنې يې ډېرې وکړې. په غالب ګومان پر ما يې د داعشيانو د ملګري شک کاوه. بلاخره چې ځانونه يې باوري کړل، زموږ موټر ته يې د تګ اجازه ورکړه. موږ داخل ولاړو. د غرو په لمونو کې يوه دره وه. پر دې يې د باغران نوم ايښی و، او دا د هلمند هغه ولسوالي وه چې طالبان له څه باندې ۱۶ کلونو راهيسې حاکميت لري. ما سترګې رغړولې چې وګورم مجاهدينو څه ابادي، او څه پرمختګ راوستلی، چېرته يې کوم سړک جوړ کړی.

مګر ما داسې هيڅ د ابادۍ شی ونه ليد چې ما يې فکر کړی و. موږ يو داسې سماوار ته يا د څښلو ځای ته ولاړو چې ما فکر وکړ د څلوېښتو کالو مخکې افغانستان دی. دا يې هوټل او مسافرځی و. يو عجب غريب خلک يې وو. زه پر دې باور وم چې د دوئ له ډلې ډېری کسانو به يې حتی د لښکرګاه ښار هم نه و ليدلی.

شپه مو همدلته وکړه. بيا زما ملګري سهار څو مجاهدين پيداکړل، خپل ځان يې ورته معرفي کړ، هغه يې هم هرکلی ووايه، بيا يې وګرځولو. زه چې د باغران په ولسوالۍ کې روان وم داسې فکر مې وکړ چې د افغانستان د ۶۰ کاله مخکې يو تور او سپين فلم ګورم، او هيڅ مې فکر نه کاوه چې دا دې ۲۱ پېړۍ وي.

ما چې هر څومره پوښتنې وکړې. دلته نه ښوونځی و. نه روغتون و. نه کومه معياري مدرسه وه. نه ټليفون کار کاوه. نه انټرنټ و. نه پاکې اوبه وې. نه ښه بازار و. يانې دلته هر څه زما د طمعې خلاف وو. دا ځای که څه هم کنډوالې کنډوالې نه و کورونه يې نړېدلي نه وو، خو د ابادۍ او ښه ژوند هيڅ څرک نه پکې لګېده.

ما چې به د هغه ځای له مجاهدينو پوښتنه وکړه چې دلته ولې ښوونځی يا روغتون نشته، هغوئ به وخندل چې دلته دا د کفر د فتنې مراکز نشته. ويل: دا د مېړنيو او غيرتمندو افغانانو کور دی، دلته دا د فساد سرچينې نشته، او نه باغران ښوونځي او روغتون ته اړتيا لري. ما ويل څوک چې ناروغ شي بيا يې چېرته بيا ياست، ويل: ګرشک يا لښکرګاه ته يې وړو. که خدای(ج) يې وعده پوره کړې وه پر لاره مري او که يې نه وه پوره کړې، تر ډاکټره رسيږي.

د باغران په ليدلو ډېر خوابدی سوم. حتی داسې چې پر ځان مې نيت بد شو چې موږ ولې ابادۍ نړوو او ابادي جوړولی نه شو. بيا مې پوښتنه وکړه چې مجاهدين ولې د دې ځای سړکونه نه رغوي، مجاهدينو ويل: موږ دومره پيسې کله لرو چې سړکونه په جوړ کړو. مګر ما اورېدلې وو چې د طالبانو ځينو مشرانو په هلمند کې له ۵۰ لکه کلدارو څخه تر ۱۵۰ لکه پاکستانيو کلدارو پورې له يوې تر څلورو ښځې کړې وې، او په دغه اندازه پيسې يې په ودونو کې مصرف کړي وې.

بيا مې ناببره دا پوښتنه ذهن ته راولوېده چې موږ له ۵۰ هېوادونو سره جګړه پيل کړې، او دا دعوه هم لرو چې ټول مو مات کړي. ذهن کې مې دا پوښتنه تاويېده چې موږ له بشپړې نړۍ سره جګړه کولی شو، هلته پيسې لرو، مګر د يوه سړک پلچک او پل د رغېدو يا جوړېدو پيسې ولې نلرو؟ هغه خو څه کوئ باغران کې حتی صحي مدرسه هم نشته. نه له پوره زده کړو برخمن ديني عالم شته.

باغران کې زموږ سفر پای ته ورسېد. بيرته لښکرګاه ته راغلو. دوې شپې مې وکړې، بيرته مخ د کابل پر خوا روان شوم. د لويې لارې سړک چې هر ځای به مجاهدينو په ماينونو الوځولی و، ډېر يې ځورلم. د باغران ليدلو زما عواطف بدل کړل. زما اراده يې واړوله. زه يې وپولم چې موږ پر يوه نابلده لاره روان يوو. داسې لاره چې هيڅ ابادي، امن او سوکالي پکې نشته.

ننګرهار ته چې ورسېدم، نور مې خپلې دندې ته دوام ورکړ. نور مې زړه له مجاهدينو او جهاده را وګرځېد. ما چې هر څومره فکر وکړ، زما لاره سمه نه وه. زه نور وسلوال طالب نه يم، ما نوره جګړه پرېښوده، زه يو عادي هېوادوال يم، او خپل روزګار مخته بيايم.

بريالی وياړ