د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې ټرافیکي پیښې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولي

د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره انعکاس ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، نن شاوخوا نهه بجې د بهسودو ولسوالۍ اړوند اخندزاده چهاراهي سیمه کې د یوه مارسیډیز او الټو موټر د ټکر له امله په الټو موټر کې ناست د یوې میرمنې او یوه ماشوم په ګډون څلور تنه وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

د خبرپاڼې په حواله د پیښې قربانیان ټول د یوې کورنۍ غړې دي او ټپيان په ورته مهال د جلال آباد حوزوې روغتون ته لیږدول شوې.

خبرپاڼه  زیاتوي یاده پیښه د مارسیډیز موټر چلوونکې د بې احتیاطۍ له امله رامنځ ته شوې او له پیښې وروسته له سیمې په تیښته بریالی شوی.

صفت الله محبت