پنجشنبه , 28 مارچ 2024

د ننګرهار په خوګیاڼو او شیرزادو ولسوالیو کې ۲۰ وسلوال طالبان وژل شوي دي

د ننګرهار ولایت له مطبوعاتې دفتره انعکاس ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ،  تیره شپه د ملي امنیت ځانګړې قطعې د خوګیاڼو ولسوالۍ په زاوې سیمه کې عملیات تر سره کړې چې پر مهال یې د دوه قومندانانو په ګډون ۱۸ وسلوال طالبان وژل شوې او څلور نور ټپیان شوې دي .

د عملیاتو پر مهال درې تنه شکمن کسان هم نیول شوي .

د خبرپاڼې په وینا په تر سره شویو عملیاتو کې د وسلوالو طالبانو یو اندازه چاودیدونکي توکې ، مهمات ، د ځانمرګو بریدونو واسکټونه ، او د هوان مرمۍ تخریب او یو میل توفانچه او دوه میله کلاشینکوفونه د ځانګړې قطعې لاسته ورغلي دي.

په ورته مهال خبرپاڼه زیاتوي د شیرزادو ولسوالۍ په ګدیخلیو سیمه کې د هوایې برید په ترڅ کې د القاعده شبکې دوه غړې وژل شوې او یو عراده موټر سایکل او وسلې یې هم له منځه وړل شوې دي.

وسلوالو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

صفت الله محبت