په خوګیاڼو ولسوالۍ کې اووه تنه وسله وال طالبان وژل شوي او په پنځه نور د وسله والو سره د اړیکو په تور ژوندي نیول شوي دي.
د ننګرهار ملي امنیت ریاست څخه انعکاس ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تیره شپه د خوګیاڼو ولسوالۍ نوکړخېلو سیمه کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه چاڼيز عملیات تر سره کړي، په ترڅ کې اووه تنه وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور د وسله والو طالبانو سره د اړیکو په تور نیول ژوندي نیول شوي.
خپر پاڼه زیاتوي، چې په دغه شپني عملیاتو کې د ځمکنیو ځواکونو ترڅنګ هوایي ځواکونو هم برخه لرله.
د خپر پاڼې په حواله په دغه عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ولسي خلکو ته کوم زیان نه دی اوښتی .