د ننګرهار په دور بابا ولسوالۍ هغه کس نيولی، چې غوښتل يې ۲۵ قلمه تاريخي اثار له هېواده پاکستان ته قاچاق کړي.

د سرحدي ځواکونو د لومړۍ لوا د عامه اړیکو مسؤل ادریس مومند انعکاس ته وويل، چې ياد کس يې د پنجشنبې په شپه د کشفي اطلاعاتو پر اساس د يو کمین په ترڅ کې نیولی دی.

د مومند پر وینا نيول شوی کس مینه دار نومېږي او یاد تاريخي اثار يې په ډېر مهارت سره د رخت په ټوټو کې ځای پر ځای کړي وو.

مومند زياته کړه، چې په وروستيو کې د ولسمشر د فرمان له مخې د هیواد په ختیځ کی سرحدي ځواکونو تعرضي حالت غوره کړی او پلې ګزمې يې ډېرې کړي دي.