سه شنبه , 16 اپریل 2024

د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې د څلورو قوماندانو په ګډون نهه وسله وال طالبان وژل شوي

دملي امنیت چارو واکي وایي تېره شپه د ننګرهار شیرزادو ولسوالۍ اړوند دپټلو په سیمه کې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د وسله والوطالبانو  په مرکزونو عمليات ترسره کړي دي.

د دوی پر وينا په دغه عملیاتو کې یاد مرکزونه له منځه وړل شوي او د۴قوماندانو په ګډون په کې ۹وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

د معلوماتو له مخې په وژل شویو کسانو کې سنګرمل،شهاب،حقیار او غنی مشهورپه سحرګل دطالبانو قوماندانان دي .

د چارواکو پر وينا په دغه عملیاتو کې د وسله والو طالبانو یو شمېر وسلې اومهمات هم له منځه وړل شوي دي .

نیوز