پنجشنبه , 25 اپریل 2024

د ننګرهار په هسکې مینې ولسوالۍ کې هوایې برید ۳ داعش وسلوال وژلي

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي ، تیره ورځ د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د هسکې مینې ولسوالۍ په اوغز سیمه کې هوایې برید تر سره کړی، چې پر مهال یې ۳ داعش وسله وال وژل شوې دي.

د خوګیاڼي په وینا په تر سره شوې هوایې برید کې ملکې وګړو او افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

داعش وسله والې ډلې لا تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

خبریال برکت الله هڅاند