د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې دوه داعش وسلوال وژل شوې

د ننګرهار له امنیه قومندانۍ څخه انعکاس ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلې چې ، نن ماسپښین شاوخوا یوه بجه د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د پچیراګام ولسوالۍ د سلیمان خیلو تنګې په اړوندو کې هوایې برید تر سره کړی چې پر مهال یې دوه داعش وسلوال وژل شوې دي .

د خبرپاڼې په حواله په تر سره شوې هوایې برید کې د داعش وسلوالې ډلې یو شمیر سپکې او درنې وسلې هم له منځه وړل شوې دي.

داعش وسلوالو لا تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

صفت الله محبت