د ننګرهار له امنیه قومندانۍ څخه انعکاس ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ، تیره ورځ ماښام مهال د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د پچیراګام ولسوالۍ د سلیمان خیلو تنګې په مرخڼۍ سیمه کې هوایې برید تر سره کړی چې په پایله کې پنځه داعش وسلوال وژل شوې او د هغوی یو اندازه سپکې او درنې وسلې له منځه وړل شوې دي.
داعش وسلوالې ډلې لا تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
صفت الله محبت