د نورو بحرانو په څېر به د دغه څلویښت کلنې جګړې بحران هم شي

دغه څرګندونې جمهوررئیس محمداشرف غني د چهار شنبې په ورځ له غرمې مخکې د دوحې ناسته کې ګډون کوونکي پلاوي سره په کتنه کې وکړې او زیاته يي کړه تاسې هغه ماموریت شروع  کوئ چې ولس ورته څلوېښت کاله صبر کړی.

ولسمشر ګډون کوونکو ته وویل چې د اوسني افغانستان واقعیتونه، هیلې، دردونه او لید له طالبانو سره شریک کړئ، او هغوی ته قناعت ورکړي، چې نور دې د جنګ لاره پریږدي او د سولې لاره دې خپله کړي.