چهارشنبه , 24 اپریل 2024

د نورو په کارونو کې له مداخلې ډډه وکړئ

ژباړه: حمیدالله حمیدي

ډېر کله د نورو خلکو په کارونو کې مداخله هم خپله مداخله کوونکي ته زیان پېښوي او هم مقابل کس ته. موږ ډېر کله د نورو په کارونو کې دخالت خپله لاسته راوړنه ګڼو او فکر کوو چې زموږ منطق تر ټولو قوي دی او هغه څوک مو چې پر وړاندې مخالفت کوي، نیوکه پرې کوو، غواړو هغه مسیر ته یې برابر کړو چې زموږ خوښه وي. خدای پاک انسانان بېلابېل پیدا کړي چې فکرونه یې له یو بل سره برابر نه دي. ټول نارینه او ښځینه هغه که ځوان وي یا زوړ، ځان ته ځانګړي خویونه او عادتونه لري. هېڅوک نه شي کولای څوک د خپل فکر تابع کړي، نو ځکه همدا لامل دی چې هر سړی له خپل فکر سره سم ذهني ارامتیا رامنځته کولای شي.

ذهن هېڅکله هم تش مه پرېږدئ

تش ذهن د شیطان د اوسېدو لپاره تر ټولو ښه ځای دی؛ ډېری شیطاني کارونه د خالي ذهن پر مهال رامنځته کېږي. ذهن مو په مثبتو او ارزښت لرونکو فکرونو ډک کړئ، اوس درته یو مصروفیت پیدا کړئ او د خپلې خوښې داسې یو کار وکړئ چې انګېزه مو را وپاروئ. تاسو باید تصمیم ونیسئ چې کوم کار مو ډېر په ګټه دی، پیسې که ذهني ارامي؟ ان که کله غواړئ استراحت وکړئ، تر هغه چې خوب مو وړي د خدای پاک ذکر وکړئ.