پنجشنبه , 25 اپریل 2024

د نوي پېل نیوزروم څنګه کار کوي؟

لیکنه: نذیر احمد سهار

د ټلویزیون مسوول خپل د نیوز مدیر ته وویل: دوبۍ ته د ولسمشر د سفر خبر ولې نه لرئ؟

هغه په ځواب کې وویل: موږ ته یې خبر نه دی راکړی!!

د خبر په تړاو د نیوزروم مسوولیت او درک له همدې ځایه پیلیږي.

چینبل وایي: « خبر څه مڼې نه دي، چې خبریالان یې له کوڅې را ټولې کړي». زه وایم، خبر څه ډوډۍ نه ده، چې په قاب کې تیاره درته راشي. خبر د نیوزروم د ټولې بشري قوې د فکري ابتکار، فعالیت او وړتیاوو د استعمال پایله ده.

تاسې ته به څوک نه وايي، چې ولسمشر دوبۍ ته په سفر ځي!

تاسې ته څوک نه وايي، چې « ځانمرګی برید کوم»!!

داسمه ده، چې یو شمېر پېښې د وړاندوینې وړ دي او ممکن مخکینۍ اطلاع درکړل شي، خو په ډیرو نورو پېښو کې «خبریدل» ستاسې خپله دنده ده. یوازې دا هم کفایت کوي، چې پوه شئ: د خبرخونې د بشري قوې دنده «خبریدل» نه بلکې «ځان خبرول» دي.

که ستاسې خبري حس فعال نه وي او خپل شاوخوا فزیکي، اطلاعاتي او مجازي چاپیریال ( رسنۍ او انټرنیټي نړۍ) ونه څارئ، له دریواړو چاپیریالونو ناخبره پاتې کیږئ. له مخاطبانو سره د خبرخونې منظم اړیکي، د هغوی له لارې په اړوند فزیکي چاپیریال کې حضور او په مجازي چاپیریال کې یې د حضور څرنګتیا څارل( څه خپروي؟ څه وايي او د پېښو په انتقال کې څومره فعال دی؟)

د خبرخونې له مدیر سره د اطلاعاتي تشې په ډکوالي کې ستره مرسته کوي. د خبر د مدیر په توګه ستاسې یوه دنده هره شیبه د ټولنیزو شبکو اپډیټ ساتل او له انلاین نړۍ سره شیبه په شیبه اړیکي دي. د کاروونکو د تبصرو، د هغوی د نظرونو او غوښتنو را غونډول له تاسې سره د پېښې او موضوع د پوښښ په برخه کې مرسته کوي. دلته هرڅوک خبریال، هم ایډیټر او هم خبرخپروونکی دی.

خبرخونه د رسنۍ مغز  او د خبر د قوماندې اصلي مرکز دی. د سوژو انتخاب، خبري غورچاڼ (News Gate Keeping)، د خبر د کیفیت کنټرول او تعقیب ټول په خبرخونه کې ترسره کیږي.

په اوسمهالې ډیجیټل خبرخونه کې د خبر د تولید په بهیر کې د مخاطبانو رول مهم او ټاکونکی دی.

ډیر ځله پر ټولنیزو شبکو د پېښې لومړنۍ اطلاع ستاسې د خبریالانو د کار پیل ګرځي او رسنۍ یې تعقیبي رول پرغاړه اخلي. دا ډول پېښې ثابتوي، چې په اوسمهالو خبرونو او خبرخونو کې د مخاطبانو مستقیم او غیر مستقیم رول پاموړ دی.

ټولنیزو شبکو د خبرخونې کاري لوری بدل کړی. ستاسې خبر تر راډیو او ټلویزیون مخکې ستاسې پر ویبپاڼه او د ټولنیزو شبکو پر اکاونټونو خپریږي.

د پروني خبریال دنده د ورځپاڼې او راډیو او ټلویزیون لپاره پر ټاکلي وخت خبر جوړول وو، خو انلاین ژورنالیزم او ټولنیزو شبکو په خبر خپراوي کې «د کار ټاکلی وخت» له پامه غورځولی. د غونډې او پېښې مهم توکي د ټلویزیون په پرده او د راډیو پر څپو له خپرېدو وړاندې، د غونډې او پېښې له منځه پر فیسبوک او ټویټر خپریږي. که تاسې دا کار ونه کړئ، په لسګونو نور کسان دا کار کوي.

په اوسمهالي نیوزروم کې د ویډیو،غږ، متن، عکس، ګرافیک، ارشیف، ثبت، د خبرونو د موضوعي ډلبندۍ، د خبر او ویډیو پلټنې او د معلوماتو د تنظیم یو پرمختللی سیسټم کار کوي. له دې لارې مخاطبانو ته هم د خپلخوښي انتخاب حق ورکول کیږي.

اوس څوک اړ نه دي، چې خپل ډیر مهم کار پریږدي او د ماښام د شپږو او اتو بجو خبري سرویس ته نیم ساعت کښېني. ډیجیټل نیوزروم په خپله انلاین بڼه کې مخاطبانو ته دا اسانتیا ور کوي، چې هره شیبه یې زړه وي، خبرونه واوري او خپل کمپیوټر ته یې هم کوز کړي. د نړۍ مشهور خبري اژانسونه خپلو مشتریانو ته خدمات له همدې لارې رسوي.

د سي این اېن او بي بي سي په څېر شبکې دې ته اړتیا نه لري، چې کارکوونکي یې د شپې ویښ پاتې شي، د هغوی ډیجیټل جوړښت په سنګاپور، لندن او هربل ځای کې سیمه ییزو سټوډیوګانو ته دا واک ور کوي، چې له همغه ځایه خپرونې وکړي. په کابل، بغداد او واشنګټن کې ټول خبریالان له نیوزروم سره تړي او ټولو ته له همدې لارې د هغوی ورځنۍ کاري ساحې په نښه کیږي.