پنجشنبه , 25 اپریل 2024

د نړۍ لس مشهور هوایي میدانونه

لیکنه : بختيار ياسيني

۱۰: دوهه حماد هوایي میدان، دا میدان په ۲۰۱۴ کال کې جوړ شوی او د سوداګریزمو موخو لپاره ترې کار اخېستل کېږي.

په نړۍ کې ډېر مسافر له همدې هوایي کرښې څخه استفاده کوي.

د دې هوایي میدان په جوړولو لس بیلیونه ډالر مصرف شوی.

ډېر حیرانونکي جوړښت لري.

دوهه حماد هوایي میدان له ډیرو سهولتونو څخه برخمن دی، چې ښه بېلګه یې د میدان شاوخوا د ښې هوا لرونکې سیمه ده، او د لامبه لپاره ځانګړي ځایونه لری.

۹: کینسای نړیوال هوایي میدان، یاد هوایي میدان په جاپان هېواد کې جوړ شوی، او په لس غوره هوایي میدانونو کې نهم مقام لري.

په کال کې ۲۳ میلونه مسافر له یوځای څخه بل ځای ته انتقالوي.

یاد هوایی میدان ښې اسانتیاوې، کیفیت او ارزانه بیو څخه برخمن دی.

د کینسای هوایي میدان شاوخوا ډېر زیات هوټلونه هم شتون لري چې ښه خدمتونه او خواړه وړاندې کوي.

۸: لندن هیټ رو هوایي میدان، یاد هوایي میدان د انګلیستان مرکز لندن کې موقعیت لري چې د ډيرو لویو ټرمینلو په درلودلو سره ځانګړی نوم لري.

نږدې په کال کې ۷۵ میلیونه مسافر له یو ځای څخه بل ځای ته انتقالوي.

۷: زوریک هوایي میدان، یاد هوایي میدان نږدې دیارلس کیلو متره مربع ساحه په بر کې نیولې، چې یو له پراخو او غټو هوایي میدانونو څخه ګڼل کېږي.

ډېر سفرونه اروپایي ښارونو ته کوي.

ښه سهولتونه لري او عالي خدمتونه وړاندې کوي چې له امله یې په لس غوره میدانونو کې اووم ځای خپل کړی.

د مسافرو لپاره یو له هغه هوایي میدانونو څخه دی چې ډېر سهولتونه یې په کې د مسافرو ماشومانو لپاره برابر کړي.

۶: سینټرییر هوایي میدان، دا هم په جاپان کې له پراخو او لویو هوايي میدانونو څخه دی.

پدې هوایي میدان کې هم تر نورو جاپاني هوایي میدانونو ډېرې اسانتیاوې مسافرو ته برابرې شوي.

لویه ځانګړنه یې دا ده چې امنیتي سهولوتونه یې ډېر قوي دي.

۵: هانګ کانګ نړیوال هوایي میدان، چې د هانګ کانګ له لویو هوایي میدانو څخه دی او په لس غوره هوایي میدانونو کې یې پنځم ځای خپل کړی، ډېرې ځانګړتیاوې لري.

د یو کال په موده کې نږدې اوویا میلیونه مسافر انتقالوي.

لدې هوایي میدان څخه په الوتکو کې سوداګریز توکي هم لېږدول کېږي.

هانګ کانګ هوایي میدان کې د هر څه سربیره ډېر ښه او مؤثر رستورانتونه موجود دی چې مسافر ورڅخه ډېر خوشاله بریښي.

۴: د توکیو نړیوال هینیدا په نوم هوایي میدان دی، چې دا هوایي میدان ډېر کله د توکیو مسافر له یو ځای څخه بل ځای ته لېږدوي، یو له هغو هوایي کرښو څخه دی چې ډېر چالاک مزل کوي.

ډېر سفرونه یې داخلی دی، یعني په خپل هېواد کې له یو ښار څخه بل ښار ته سوداګریز توکي او مسافر لېږدوي.

۳: مونیک هوایي میدان، یاد هوایی میدان چې د غوره لس هوایي میدانونو په لېست کې یې دریم ځای خپل کړی، تر ټولو لویه ځانګړنه یې د امنیتي برخې پیاوړتیا ده.

یاد هوایي میدان څخه ډیرو ځایونو ته الوتکي کیږي، چې ډېر کله مسافر اروپا ، افریقا او جنوبي اسیا ته سفرونه ترسره کوي.

دا هوایي میدان چې ډير پری مشهور دی هغه د دي چی دغه هوایي میدان لویه او پراخه میدان لری او ډېر سوداګریز توکي پکې ساتل کیږي.

۲: انچین هوایي میدان، په جنوبي کوریا کې جوړ شوی، یاد هوایي میدان د خپل عجیبه او حیرانونکي جوړښت له کبله ډیر شهرت ترلاسه کړی.

د ساعترۍ لپاره ښه ځایونه لري.

همدارنګه د لویو سوداګریزو توکو او سامان الاتو د لېږد لپاره کارول کېږي.

هر کال نهه میلیونه مسافر له یو ځای څخه بل ځای ته لېږدوي.

او ورځ تر بلې دا شمېر په لوړيدو ده.

۱: سینګاپور چینجي هوایي میدان، یاد هوایي میدان په سینګاپور کې جوړ شوی، چې د لس غوره هوایي میدانونو په نوملړ کې لومړی مقام لري.

د ټولو هوایي میدانونو څخه په لوړه کچه سهولتونه او ځانګړتیاوې لري.

هر کال ۵۵ میلیونه مسافر له یو ځای څځه بل ځای ته لیږدوي.

ډېر ښکلي باغونه ، او ښکلي منظرې په کې جوړې شوي ترڅو خلک د ستړیا احساس ونکړی.

اکثره خاوند او میرمن چې کله هم سفر کوي نو سینګاپور ته د دې لپاره لومړیتوب ورکوي چې د کوچنیانو لپاره ډېر بوختونکي وسایل لري.