چهارشنبه , 24 اپریل 2024

د نړۍ لس ډیر عاید لرونکو فلمي ستورو کې دوه خانان شته، خو عامر خان نشته؟

د فوربیس مجلې د نړۍ لس (۱۰) ډیر عاید لرونکو فلمي ستورو لیست خپور کړی دی.

په لیست کې له بالیووډ هم دري فلمي ستوري ځای لري. په لیست کې شارخ خان ۸ اتم، سلمان خان ۹ نهم، او اکشی کومار ۱۰ لسم راغلي.

د لیست په سر کې مارک ولبیرګ نوم ځای لري. نوموړي د تیرو ۱۲ میاشتو په موده کې ۶۸ میلونه ډالر ګټلي. تیر کال دا ځای د راک و. راک دا ځل دویم نمبر راغلي او ۶۵ میلونه ډالر يې ګټلي.

د حیرانتیا خبره خو داده، چې عامر خان په دې لیست کې نشته. دا په داسې حال کې ده، چې د عامر خان دنګل فلم یواځې په چین کې ۳۱۲ میلونه ډالر بازار وکړ.

پلټوونکې ډله وايي، چې دوې دغه کسان د تیرو ۱۲ میاشتو په اوږدو کې چې د ۲۰۱۶ کال له جون پیلیږي د سږ کال تر جون پورې، تر حساب لاندې نیولي.

د عامر خان دنګل تیر ډیسمبر خپور شو، چې باید تر غور لاندې وی.

وین ډیزل په دې لیست کې دریم ځای لري. ډیپیکا پاډوکون چې تیر کال په دې لیست کې وه، سږ کال له لیسته لویدلې ده.