د نړۍ په ځينو هېوادونو کې له موبايل څخه د استفادې فرهنګ

لیکوال : نوراحمدعایل

د نويو څېړنو له مخې د ځمکې د کرې څه باندې اتيا سلنه خلک موبايل تليفون ته لاس رسی لري، خو ددې الې د نومولو لپاره او له هغې څخه د استفادې اداب او روشونه په بېلابېلو ټولنو کې توپیر لري.

په برتانیا کې ورته (موبايل) ګرځنده تليفون، په متحده ايالاتو کې سيل فون، په لاتين امريکا کې سلولار، په جاپان کې کيتای(د وړلو وړ) په چين کې شوجی( لاسي ماشين) په بنګله دېش کې (موټوفون) په سويدن کې نال په جرمني کې هينډي (لاسي) په نومونويادېږي.

په جاپان کې ډېری خلکو ته چې د ښار په منځ کې د مېټرو له لارې سفر کوي اخطاریه ورکول کېږي او ورته ویل کېږي چې خپل موبايل تليفون مو خاموش او يا هم په لړزه کې کړئ، او يا یې هم په ” manner mode” يا هغه حالت کې چې د زنګ غږ يې د صوتي اختلال او دنورو کسانو د ازار لامل نشي. په جاپان کې له موبايل تليفون څخه استفاده په عمومي ځايونو يانې هغو ځايونو کې چې ډله ييزې اړتياوو ته پکې د ځانګړو اړتياوو په نسبت ارجحيت وي ځواب ورکول د خلکو نه خوښېږي.

ساټو سوپيياما د سويس د فرانکلين کالج استاده په دې اړه وايي: د جاپان فرهنګ په ډېره ټولنيزې همغږۍ ته په احترام قايل دی او په دې هېواد کې اجتماعي مزاحمت تر ټولو بد ګڼل شوی څيز دی.

په جاپان کې په عمومي ځايونو کې تليفون ته ځواب ورکول د خلکو ډېر نه خوښېږي.

او هغه کس ته چې په موبايل کې غږېږي او وغواړي چې په هماغه حالت کې بس ته وخېژي د بس کلينر اجازه نه ورکوي چې بس ته وروخېژي په دې هېواد کې بايد موبايل د نورو کسانو د مزاحمت لامل ونه ګرځي ،

د موبايل له لارې ميسج لېږل او برېښناليک لېږل جاپانيان تر تليفوني اړيکې ډېر خوښوي

په اسپانيا او ايټاليا کې موبايل څخه هر ځای استفاده کولای شې، حتی خلک د خبرو اترو په ترڅ کې د شخصي ژوندپه اړه هم په تليفون کې غږېدلی شي، رنفه د اسپانیا هېواد دولتي ميټرو ده، او ددې يو اعلان و،چې خلک په ميټرو په ګاډي کې ولاړ دي او له یوبل سره په تليفون کې غږېږي.

امپارو لاسن د ماډريډ د کامپلوتنس پوهنتون د ټولنپوهنې استاد وايي: اسپانويان لکه ايټالويان په ډېر رضايت سره په رستورانونو ، د کاري جلسو په اوږدو کې، کنفرانسونو کې او حتی کله کله د موسيقي په کنسرټونو کې موبايل ته ځواب ورکوي، په ميسج ځواب ورکول د کاري ناستو په اوږدو کې يوه عادي خبره ده.

او همدارنګه په ايټاليا کې هم خلک په غونډو کې د پيغام له لارې بيرته مسکال کوونکي ته ځواب ورکوي، او کومه د شرم خبره نه ده، په عکس کې تاسې وينئ چې د ايټاليا لومړی وزير سيليو برلسکوني د ايټاليا په مشرانوجرګه کې په ۲۰۱۰ زېږدي کال کې په يوه مهمه رايه اچونه کې ناست او په موبايل کې غږېږي.

اسپانويان هم د خپل شخصي ژوند ، او مينې په اړه په لويو لارو او کوڅو کې له خپل ملګرو سره غږېږي ، او ځينې خو د دوی دا کار د اسپانویانو تکامل بولي چې له نوې ټکنالوژي سره یې کړی دی. د لاسن د خبرو له مخې کله،کله خو اسپانويان د سينما له سالونونو وځي او تياتر پرېږدي چې وګوري چې چا خو به مسکال نه وي ورته کړی او یا خو به چا میسج نه وي ورته را استولی.

دی وايي: په اسپانیا کې تاسې وظيفه لرئ ، چې د خپلو دوستانو، همکارانو، او مشتريانو سره هروخت اوسئ او په موبايل ځواب ورکول په اسپانيا کې يو ډول لازمي کار شمېرل کېږی.

فنلينډيان په مياشت کې ۲۵۷ دقیقې په موبايل کې خبرې کوي.

د شمېرو له مخې فنلنډيان په ټوله اروپا کې په موبايل کې تر ټولو ډېر غږېږي ، او چندان د تعجب خبره هم نه ده، ځکه چې فنلينډ هېواد د موبايلو د مشهور شرکت نوکيا کور دی ،چې تر يو څو کاله مخکې پورې په نړۍ کې د موبايل جوړولو تر ټولو ستر شرکت و.

اترشيان په منځني ډول په موبايل کې ۲۴۰ دقيقې په مياشت کې غږېږي.

او په اروپا کې تر ټولو کم د مالټا هېواد اوسېدونکي غږېږي او په موبايل کې په غږېدلو ډېر کم وخت مصرفوي، دوی په هره مياشت کې په متوسط ډول ۴۶ دقيقې خبرې کوي.

د مسکال کولو فرهنګ:

د هندوستان او افريقا په ځينو برخو کې د مسکال فرهنګ رواج دی ، جاناټان ډونر په هندوستان کې دمايکرو سافټ څېړونکی چې په دې اړه یې (دمسکال قوانين) په نامه مقاله خپره کړې ده، ليکي، دا مسکالونه ساده دي، سړی يوې شمېرې ته زنګ وهي، او مخکې له دې چې هغه سړی يې تليفون پورته کړی تليفون قطع کوي، مقابل سړی کولای شي په هغه وخت یا بل مناسب وخت کې له مسکالي سره اړيکه ونیسي.

ډونر په لومړيو کې د افريقا په روانډا هېواد کې د مسکال په اړه غږېږي، اوبیا د مسکال په اړه په امريکا کې خبرې کوي، دا کار بېلابېلې ماناوې لري، مثلا: راځه راپسې، سلام، ستا په فکر کې يم، او يا هم د (ماته زنګ ووهه) مانا درلودلی شي.

په هندوستان کې رواج دی چې خلک د سينما په داخل کې هم لکه اسپانويان ځواب ورکوي، او فکر نه کوي چې مهم تليفون دی که نامهم، له همدې امله هرډول اړيکې ته ځواب وايي، د هند خلک هم لکه اسپانويان په ندرت سره له میسجونو استفاده کوي.

د هندوستان او په ټوله کې د سويلي اسيا د خلکو دا ځانګړنه ده چې د موبايل کارونکي یې د (توت) زنګ پرځای کېدای شي يوسندره ولګوي، یانې په دې ماناچې زنګ ورته کوې کېدای شي سندره واورې په لومړیو کې ، اوکېدای شي چې ډېر ژر یې بدله هم کړي او دا کار په افريقا کې هم رواج دی، په افريقا کې خلک بيا د سندرې پرځای د انجيل يو خبره ږدي چې زنګ وهونکی يې واوري، د سينما په سالونونو کې ځواب ورکول په افريقا کې متدوال دي، او په هندوستان کې هم په همدې ‌‌ډول اشخاص د رسمي ناستو په ځای کې تليفون ته ځواب ورکوي.

په امريکا کې د یوې نظرپوښتنې په پايله کې معلومه شوې ده چې ۷۲ په سلو کې امريکايان په عمومي ځايونو کې په لوړ غږپه تليفون کې غږېدا د تليفون لرونکو تر ټولو بد عادت ګڼي.

جين وینسنټ په نړيوال ډيجيټل مرکز کې يوڅېړونکی په دې اړه وايي: تليفون ته ځواب ورکول يوه اړينه خبره ده ،خو هغسې ځواب چې د نورو د مزاحمت لامل کېږي او په لوړ غږ وي د خلکو بېخي نه خوښېږي.