د هراکلیون ورک شوي ښار کیسه ـ له افسانې تر حقیقته

ژباړه: مجیب الرحمن اېمان

له میلاد څخه ۱۲۰۰ کاله وړاندې د هراکلیون د ښار بندر لویو ـ لویو مجسمو د بېړیو راتګ ته ښه راغلاست وېیلو. په هغه وخت کې هراکلیون د خپل ځانګړي جغرافیوي موقعیت په لرولو سره، د مدیتراني د بهيرې له مهمو سوداګریزو مرکزونو له ډلې څخه و. په دې بندرکې بېړیو د لنګر اچولو لپاره کتارونه جوړول. داسې ویل کیږي، چې (هلن‌تراو) او (هرکول) یوناني اتلان دې ښارته راغلي وو.

هراکلیون سره له دې چې یو سوداګریز مرکز و، یو لوی علمي او فرهنګي مرکز هم و او وروسته بیا چې دلیل یې معلوم نه دی ولې او څنګه تر اوبو لاندې شوی دی، چې تر ډيره وخته له هغه څخه، پرته له څو اشارو څخه چې په تاریخي کتابو کې ورته شوې وه، نور څه خبر نه و.

هراکلیون هغه نوم دی، چې یونانیانو پر دې لرغونې ښار اېښودی و او خپله مصریانو دې ښارته (تونیس) وېيلو. له همدې مخې په ځینو منابع کې ورته د تونیس ـ هراکلیون په نوم نغوته شوې ده. هراکلیون چې وړاندې له میلاد څخه په آتمه پیړۍ کې جوړ شوی و او وروسته له میلاد څخه په آتمه پیړۍ کې تر اوبو لاندې شوی دی.  دقیقاً هیڅ څوک هم نه پوهیږي، چې د هراکلیون په ښار کې څه پېښه شوې ده. خو ځینې لرغونپوهان په دې باور دي، چې د بهیرې د اوبو لوړېدل او د ځمکې کښیناستل د دغه لوی بندر د ډوبېدو لامل شوی دی.

د هراکلیون ښار د ابو قیر خلیج د ساحل په ۶.۵ کیلومترۍ کې ځای لري. ددغه ښار پاتې شوې آثار  ۴۶ متره لاندې د سمندر په تل کې پراته دي. که چیرته داکتر (فرانک ګیدیو) نوای، شونې وه دا ښار همداسې له هیره وتی پاتې شوی وای. په ۲۰۰۰ کال کې (ګیدیو) او (تیمش) ددې په لټه کې وو، چې د نیل په جګړه کې د فرانسې ډوبې شوې بېړۍ پيدا کړي. چې کله لامبوزنو د ډوبو شو بیړیو په ځای د سمندر په تل کې لرغونې مصري توکي پیدا کړل چې ډير ورته حیران پاتې شول.

فرانک (ګیدو) او (تیمش) د مصر د لرغونو آثار د عالي شورا او اکسفورډ پوهنتون په مرسته، د پرمخ تللو وسایلو څخه په ګټه اخیستو سره د هراکلیون ښار له بیلا ـ بیلا برخو څخه نقشه جوړه کړای شوه. تر اوسه پورې یو ډير شمېر مجسمې، سکې، جواهرات او لرغونې توکې له هراکلیون څخه تر لاسه شوي دي، خو تر ټول حیرانونکې یې ۶۴ بیړۍ دي، چې (ګیدو) او (تیمش) د ښار په شاوخوا کې پیدا کړې دي. چې دا بېړې وړاندې له میلاد څخه د آتمې او دویمې پېړیو په منځ کې ډوبې شوې دي. جالبه خو دا ده چې څینې یې عمداً غرقې شوې دي.

هغه مهال به چې هره بېړې کله د نیل له لاري مصر ته رادننه کېده، نو ضرور به په هراکلیون کې درېدله. وروسته له تم کیدو به له بېړۍ څخه بار کښته کېده، له کتلو وروسته به پرې مالیات ټاکل کېدل. لامبوزنو په دې ښار کې سربي وزنونه پيدا کړي دي، چې داسې په نظر رسیږي، د مالیاتو د ورکولو او د محصلاتو د اخيستلو په وخت کې یې له هغوی څخه کار اخیست. جالبه دا ده چې ځینې دا وزونه آتني (د یونان یو پخوانې ښار دی) دی او تر اوسه د مصر په بل هیڅ ځای کې ندي کشف شوي.

د آمون لوی معبد، یو مصري خدای، چې زوی یې خونس و، په هراکلیون کې و. یوناني مورخ، هرودوت، ددغه معبد (لمونځ ځای) د اهمیت په اړه ډير تاکید کوي. دا ځکه چې له هراکلیون څخه د (هراکول) د لومړنۍ لیدنې په مناسبت باندې د آمون معبد جوړ شوی دی. همدا شان د نوموړي په خبره، (هلن) او (پاریس) د (تروا) له جګړې وړاندې له هراکلیون څخه لیدنه کړې ده.

لاموزنو یو ډير شمېر د چونې له ډبرې څخه جوړ شوي تابوتونه په دوب شوي ښار کې پيدا کړل. لرغون پوهان په دې باور دي، چې دا تابوتونه د حیواناتو د مومیایي شویو جسدونو لپاره جوړ شوي وو. لرغون پوهان هیله لري چې یوه ورځ به د انسانانو مومیایي شي جسدونه هم پکې پیدا شي.

په هراکلیون کې موندل شوې کتیبې، په مصري او یوناني ژبو باندې لیکل شوې دي. ددغو کتیبو له مطالعې وروسته لرغون پوهانو د تونیس ـ هراکلیون نوم ته پام شو. وړاندې داسې انګیرل کېده، چې هراکلیون او تونیس دوه بېل ـ بېل ښارونه دي.

د موندلو د تداوم له امله، په پوره باوره سره محققانو د هراکلیون په اړه ډير حقایق تر لاسه کړل.  ان شونې ده چې یوه ورځ به ددې لوی ښار د ډوبیدو دلیل هم پیدا کړای شي.

د عنکبوت، سورت (۴۰) آیت

فَکُلًّا أَخَذْنَا بِذَنبِهِ فَمِنْهُم مَّنْ أَرْسَلْنَا عَلَیْهِ حَاصِبًا وَمِنْهُم مَّنْ أَخَذَتْهُ الصَّیْحَهُ وَمِنْهُم مَّنْ خَسَفْنَا بِهِ الْأَرْضَ وَمِنْهُم مَّنْ أَغْرَقْنَا وَمَا کَانَ اللَّهُ لِیَظْلِمَهُمْ وَلَکِن کَانُوا أَنفُسَهُمْ یَظْلِمُونَ(۴۰)

ژباړه: (پس هر یو له دغو مذکورینو مو ونیول د خپلې ګناه په [سبب] پس ځینې د دوی هغه څوک دي، چې ومولیږل پرې سخت [کاڼي وروونکی] باد، او ځینې د دوی هغه څوک دي، چې ونیول دوی چېغې [چې زړونه یې وچاودل] او ځینې له دوی هغه څوک دي، چې ښکته مو ننه وېست دی په ځمکه کې، او ځینې له دوی هغه څوک دي، چې ډوب موکړل دوی [په اوبو کې] او نه ؤ الله چې ظلم یې کړی وي، په هغو ولېکن وو دوی چې په خپلو ځانو به یې ظلم کاوه [په کفر او معصیت سره]. (قرانکریم، د ترجمې او لنډ تفسیر سره. د پوهاند عبدالسلام عظیمي تالیف. د چاپ کال؛ ۱۳۸۴. مخ؛ ۵۲۶).

د ژباړې سرچينه