د هغو کسانو لپاره چې د پوهنتون کانکور يې په برياليتوب سره پای ته رسولی وي!

ژباړه: محمد عزيز پردېس

ـ هغه کسان چې د کانکور ازموينه يې په بریاليتوب سره پای ته رسولې وي، حتما دې ولولي. له ملګرو سره يې شريک کړئ/منشن يې کړئ.

ـ د افغانستان د پوهنتونو تجربې

‍۱) پوهنتونونه ستاسې د غوښتنو او خيالونو خلاف، د افغانستان له چاپېریال څخه بېل نه دي. ډېری استادان نه اکاډميکې زده کړې لري او نه يې اخلاق څخه برخمن دي. استادانو ته په ټولګي کې مسلط شوی ځای، د نمرو ورکولو اختیار او د زده کوونکو بې قدرتي، د هغوی پر نفس اعتماد يې ډېر کړی دی. ډېری استادان دا چې د مالوماتو خزانې يې کمزوره دي، فکر کوي چې ترټولو پوه همدوی دي. په دې عادت شوي دي چې خپل ځانونه استادان او نور له ځانونو څخه ټيټ وګڼي. که کله ناکله د خپلې مېرمنې کومه خبره يا نقل قول هم يادوي، نو داسې وايي: مېرمن مې راغله، له ما څخه يې (هيله) وکړه چې (استاد) سهارنی چمتو دی. د استادانو سره مه جدي کېږئ. مافيايي، قومي او حزبي شبکې د هغوی ملاتړې دي. استادانو کتابونه ډېر نه دي لوستلي، بلکې د کتابونو نومونو سره دېر بلد دي. هغه ترټولو ادعالرونکي يې د نړۍ په علمي ژورنالونو کې يو چاپ شوی اثر نلري.

البته په منځ کې یې ځيني ځيني تکړه دي؛ که هغوی مو وموندل، کولی شئ چې ملګري شئ ورسره. خو له ډېريو سره يې تقابل مه کوئ.

۲) که په پوهنتونو کې د ټايپ کړل شوي متن (هغه متن چې د ماشين به مرسته ليکل شوی وي) مخامخ شوئ، نو تعجب مه کوئ. ځیني استادان د انټرنېټ او د کمپيوټر ټايپ سره بلد نه دي، ترڅو وشي کولی تاسې ته نوی متن ټايپ کړي. که له ايراني او نورو سايټونو او وبلاګونو څخه په را اخېستل شويو متنونو سره مخامخ شوئ، تعجب مه کوئ. يوه ډله استادان د علمي اثر د څېړنې او ليکلو سره بلد نه دي. تاسې د کتاب سره نه مخامخېږئ، هلته يوه نوې پديده د (چپټر) به نامه شتون لري. چپټر عجيبه څيز دی، له يو ادبي/علمي اثر څخه کاپي کول، پرته له دې چې سرچينه او ماخذ ورسره ذکر کړي. تاسې اړ ياست چې هغه حفظ کړئ. حفظولو ته (ميخانيک) وايي. د نمرو اخيستو لپاره ميخانيک غوره لار ده، خو تاسې مجبور ياست چې، چې له ميخانيک څخه وړاندې باسواده هم شئ. همدې لپاره بايد دوه ګونې ستراتيژۍ (نمرې اخيستل) او (يادګيري) مخ ته يوسئ.

۳) په لومړي کال تاسې ډېره انرژي لرئ، مه پرېږدئ چې ستاسې انرژي له تاسې څخه واخلي. په پوهنتون کې د نوم ليکنې کولو سره جوخت د يوې بهرنۍ ژبې په کورس کې هم داخله وکړئ. تاسې په دې کار سره د خپل تحصيلي دورې درېيم کال سره يو بهرنۍ ژبه هم يادوئ. يو لپټاپ کمپيوټر واخلئ او د کمپيوټري برنامو سره هم بلد شئ. په دې پوه شئ چې انټرنېټ پرته له فېسبوک څخه هم کارول کېږي. د بېلګې په ډول تاسې کولی شئ چې، يو ايميل ولرئ، اړین مطالب وپلټئ او داسې نورې ګټې ترې واخلئ.

۴) سياسي فعاليتونو پسې دومره مه ګرځئ. افغانستان يو سیاست ځپلی هېواد دی. که د تحصيلي دورې پر مهال په اعتراضاتو کې ووژل شئ، نو تاسې يوازې يو (عدد) ياست او نوم به مو هېر شي. حتی نږدې خپلوان مو هم یوه اونۍ وروسته هېر کړي. ستاسې په اعتراض او نيوکې سره دا عجيب هېواد نه ښه کېږې او نه بد.

۵) ترټولو غوره هم ټولګيوالو سره مو ملګري شئ او حد اقل دوه ډلې جوړې کړئ: د لوستلو ډله او د ترجمې يا ژباړې ډله. کتاب په ډله ييزه توګه ولولئ او متن په ډله ييز ډول وژباړئ. وروسته له مودې څخه به متوجه شئ چې، د وينا، فهم، اخېستنې، تحليل او ژباړې وړتياوې مو ښې شوي دي.

۶) ليليې د خوب لپاره دي. د همدې لپاره ورته د (خوب ځای) وايي، خو تاسې هڅه وکړئ، چې ليليې له درڅخه خنثی، بې برنامې او تل په خوب کې انسانان جوړ نکړي. تاسې بايد پوهنتون ته د ننوتولو راهيسې تر فراغته پورې ډېر متوجه واوسئ او تمرکز ولرئ. هغه مهارتونه زده کړئ چې، بازار ورته اړتيا ولري.

۷) که مو خپله رشته نه خوښېږي، سر له اوسه یې پرېږدئ او مه يې لولئ، وروسته له څلورو کلونو تاسې بيا نشئ کولی چې بدلون ورته ورکړئ. خپل ارزښتناک وخت مو په هغو رشتو مه ضايع کوئ چې، بازار نلري.

۸) د ځان لپاره مو غوره الګو ګانې وټاکئ. هغو کسانو چې ماتې خوړلې دي، په اړه يې فکر مه کوئ. لس بريالي کسان وپېژنئ او د هغوی سره د ملګرتيا مزي وځغلوئ. له داسې کسانو سره ستاسې ناسته پاسته تاسې ته ډېر څه په لاس درکوي او ستاسې غوره بدلون ته لار هواروي.

۹) که د تحصيل دورې پرمهال مو پارټ ټايم کار ومونده، ويې کړئ. کاري چاپېريال تاسې ته ډېر څه زده کوي.

۱۰) په هره برنامه کې ګډون مه کوئ. د هر کتاب لوستلو ته زړه مه ښه کوئ او هرچا سره په بحث کې مه دننه کېږئ. د بېلګې په ډول، که تاسې د طب محصل ياست؛ اړينه نه ده چې، د حقوقو برخې کتابونه ولولئ. موږ تل بايد د هغو کارونو چې بايد ويې کړو او د هغو کارونو چې بايد ويې نکړو؛ يو یو ليست له ځان سره ولرو.

۱۱) دا چې پوهنتون تاسې ته ليکنيزې کورنۍ دندې کمې درکوي، نو پکار ده چې؛ ليکلو ته ډېر ارزښت ورکړئ. په هره رشته کې چې ياست، د ويلو لپاره ښه ژبه او د ليکلو لپاره ښه قلم ته اړتيا لرئ.

۱۲) په ټولګيو کې مذهبي اړخونو ته جدي پاملرنه وکړئ.