پنجشنبه , 25 اپریل 2024

د همیشه اودس ساتلو ۱۲ فايدې:

① –  هر اندام یې د الله تعالی ذکر کوي.

② –  تکبیر اولی ترې نه پاتې کیږي.

③ –  کله چې ویده کیږي نو ملائکې یې ساتنه کوي.

④ –  د رسول الله صلی الله عليه وسلم د سنتو پابندي به یې نصیب شي.

⑤ –  الله تعالی به یې فقیري لرې او حاجت به یې پوره کړي.

⑥ –  په اسمان کې موجودي ټولې ملائکې ورته له الله تعالی نه د بښني دعاګانې غواړي.

⑦ –  د مرګ پر وخت به یې غوږ کې داسي غیبي اواز وشي. ای زما بنده! غم او ویره مه کوه ځکه چې زه له تا نه راضي یم.

⑧ –  د مرګ سختۍ به پري اسانه شي.

⑨ –  د کرام الکاتبین ملائکو قلم به هر وخت د ته د ثواب په لیکلو بوخت وي.

⑩ –  الله تعالی به ورته د عبادت توفیق ورکړي.

⑪ –  زړه به یې هر وخت نرم وي.

⑫ –  د الله تعالی د نیکو بندګانو په صف کې به راپورته شي.

کاپی…