د هندواڼې ګټې؛ ښه هندواڼه به څنګه پيژنئ؟ نښې نښانې یې درته وایو

هندواڼه چې په انګلیسي کې ورته (Watermelon) وایي، مختلف ویټامینونه او زیاته اندازه اوبه لري چې د انسان دروغتیا لپاره ډيره ګټوره میوه ده.

روغتیاپالان وایي، په هندواڼه کې د A، B او Cاو د ویټامینونو سربیره د (لوکوپین) په نوم یو ډول ماده شتون لري، چې د زړه، هډوکو او سرطان د ناروغیو خطر کمولی شي.

د دوی په باور په دغه میوه کې د انتو اکسیدینت، امینو اسیدونه او پوتاشیم او همدا شان د۹۲ سلنه اوبو په لرلو سره د انسان په وجود کې د وینې د حرکت په چټکتیا او د زړه په سلامتیا کې مهم رول لري.

دوی زیاتوي؛ له دې سربیره هندواڼه د ویټامینونو سره سره پروتین، پوتاشیم او فاسفورس هم لري چې د ویني د فشار په کمولو، د هاضمې په جوړښت او د ذهني پياوړتیا لپاره ډیره ګټوره میوه ده او که له حرما سره وخوړل شي، دمثانې تیږه هم له منځه وړي.

دوی د ښې هندواڼې د پيژندلو لپاره ځینې نښې یادوي لکه: د ګوتې د نوک په وسیله وهل چې د (ډوب ډوب) اواز یې پوخوالی په ګوته کوي، همدارنګه د هنډوانې د پوستکي د پاسه سپین ژیړ رنګي خالونه د ښې هندواڼې نښه یادوي دې ته ورته د پوست د پاسه وچې نښې د خوږې هندواڼې او اوږده هنډوانه د زیاتو اوبو او ګرده هندواڼه د خوږوالي په نوم یادوي، خو زیاتوي هغه هندواڼه چې بیخ یې شین وي (لکه زمونږ په اصطلاح بیخ دې شین شه) نو مه یې اخلئ.

خو هیره دې نه وي که څه هم هندواڼه ډیرې ګټې او ښیګڼې لري، خو که له حده مو زیاته کړه خون مو تر خپلې غاړې ځکه چې زیاته هندواڼه خوړل مو په ګیده کې درد او اسهال ناروغي رامنځته کوي.

ژباړه: محمد صادق کریمزی