د هند لومړی وزیر: له هند نه به پاکستان ته د روانو سیندونو مخه ونیسو

هند لومړي وزیر نریندرا مودي ویلي دي، چې پاکستان ته د هند د سیندونو اوبه ور روانې دي، دوی به یې مخه ونیسي او په دې اړه یې کار پیل کړی دی.

هندي رسنۍ وایي، چې د هند لومړي وزیر په خپلو څرګندونو کې په دې ټینګار کړی دی، چې پاکستان ته یې د سیندونو روانو اوبو مخه به نیسي.

نوموړي چې د هرنې ایالت په چرخي دادري کې یوې غونډې ته وینا کوله، ویلي دي، هغه اوبه چې پاکستان ته روانې دي؛ ددې پر ځای چې دغه هېواد ترې ګټه واخلي باید د هند بزګران تر ګټه واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني چارواکي وایي، هند له سرزورۍ کار اخلي او د دواړو هېوادونو د اوبو په سر د تړون سرغړونه کوي.

د هند لومړي وزير په خپلو خبرو کې دا هم ویلي دي، له تېرو ٧٠ کلونو راهيسې هغه سيندونه چې د هند او د هندي بزګرانو حق دى، نور نه غواړي چې دغه حق یې بل څوک وخوري.

نريندر مودي وايي، په دغه سيندونو د هريانې، راجستان او د هېواد د نورو سيمو حق دى او د دې اوبو د راګرځولو لپاره لاس په کار شوي يو، دا زما د کارونو په لومړيتوب کې دي.

په دغه تړاو شنونکي وايي، که چېرته هند د پاکستان ته بهېدونکو سيندونو مخه ونيسي، نو پاکستان به له سختې او خطرناکې وچکالۍ سره مخ شي.