د هوا د حالاتو اټکل نور هم اسانه شو

د هوا بدلون یوه نړیواله ستونزه ده او په ډېری هېوادونو کې خو په یوې داسې ستونزې بدله شوې چې ورته د حل لار په پیدا کېدو کې پاتې راغلي دي.

د هوا د اټکل له‌پاره خو ډېری ادارې کار کوي او ډول ډول ماشینونه یې ورته جوړ کړي دي، خو راځئ نن د یوې داسې لاسي الې په اړه خبر شو چې د هوا ککړتیا مامولای شي.

دا اله پاکټ لیب اییر نومېږي او په لندن کې انجینرانو جوړه کړې ده.

په دې اله کې داسې حساس اپليکېشنونه ځای پر ځای شوي دي چې کولای شي د هوا حالات او کیفیت یې ستاسې ټلېفون او لپ‌ټاپ کمپیوټر ته ولېږي.

دا اله د کاربن‌ډای اکسایډ، د حرارت درجه، لنده‌بل، د هوا فشار، سرعت، د ذراتو اندزاه او لوړوالی مالوموي او د یوې نقشې په وسیله یې تاسې ته ستاسې د کمپیوټر او لپ‌ټاپ پر سکرین ښيي.

د دې الې بیه ۲۰۰ ډالر ده او په ۲۰۱۸ مېلادي کال کې به بازار ته وړاندې شي.

سرخط ورځپاڼه