د هوږي ګټي د ماشومانو لپاره

هوږه د ماشومانو لپاره ډېره ګټوره ده چي په خوړلو سره یې په ډېرو ناروغیو د اخته کېدو مخه نیول کېږي او په سلامتیا کي یې رول لري.

هغه ناروغۍ چي د هوږي په خوړلو سره یې مخه نیول کېږي او یا یې هم درملنه کېږي:

د زکام مخنیوی: ماشومان د ځینو ناروغیو لکه: زکام، انفلونزا، تبه، آسم او داسي نورو سره ډېر حساس دي، چي هوږه د آنتي باکتریال او وایروس ضد خاصیت په درلودلو سره ماشومان د زکام کېدو څخه ساتي.

د کولمو د چنجیانو د منځه وړل: هوږه د انتیپرسیتیک درمل په توکه عمل کوي او د کولمو چینجي د ماشومانو کي د منځه وړي.

هوږه ماشومان د پښتورګو، خولې، کولمو، تخمدان، حنجره او مری د سرطان څخه ساتي.

هوږه هغه حجري لکه ماکروفاژ، لنفوسیت، دندریتیک او ائوزینوفیل تحریکوي او په نتیجه کي يې د ماشومانو دفاعی سیستم جوړوي.

هوږه د کلسټرول سطحه کموي او په راتلونکي کي ماشومان د زړه د ناروغیو، مغزي سکتي او د هغوی د چاغښت مخه نیسي.

ژباړه: عایشه عزیزي