د هوګې حیرانوونکې ګټې؛ له لوستلو وروسته به یي خوړل نه هیروئ

په تیرو وختونو کې ټول پیژندل شوي حکیمان د زیات شمیر ناروغیو لپاره هوګه د درمل په توګه کاروله. اوسنی ساینس هم ثابته کړې چې هوګه بې شمیره روغتیايي ګټې لري.

دلته مو د هوګې له ځینو هغو ګټو سره چې روغتیايي ژوند بدلولی شي سره اشنا کوو:

۱- اوومه هوګه د باکتریا ضد خاصیت لرلو سره د مثانې د ناروغیو مخه نیسي.

۲- په طبیعي ډول باکتریا له منځه وړي.

۳- په هوګې کې شته روغتیايي مرکبات د زړه د حملې مخه نیسي.

۴- د وینې فشار نورمالوي.

۵- د زړه د له منځه تللو څخه مخنیوی کوي.

۶- د سږو د سرطان مخه نیسي.

۷- د دماغو د سرطان څخه مخنیوی کوي.

۸- د پروستات د سرطان مخه نیسي.

۹- هوګه د الیسین (Allicine) نومې مواد لري کوم چې پیاوړی روغتیايي خواص لري.

۱۰- د ناروغیو په وړاندې مقاومت زیاتوي.

۱۱- د زکام په وړاندې تر ټولو ستر خنډ جوړوي.

۱۲- د کولسټرول د زیاتیدو مخه نیسي.

۱۳- په انسان کې د الزایمر د ناروغۍ میکروبونه وژني.

۱۴- د عقل د زوال څخه مخنیوی کوي.

۱۵- د انسان روغتیايي ستونزې حلولو سره عمر زیاتوي.

۱۶- له هوګې څخه جوړ شوي خواړه ورزشي وړتیاوې زیاتوي.

۱۷- له بدن څخه پیاوړی او غښتلی زهري مواد خارجوي.

۱۸- هډوکي غښتلی کوي او له ناروغیو څخه يي مخنیوی کوي.

۱۹- د اوسپنې میتابولیزم غښتلی کوي.

۲۰- د وزن زیاتیدو حجرات کنټرولوي.

۲۱- د ښایسته او غوره ویښتانو په شنه کیدو کې له اندازې زیاته مرسته کوي.

۲۲- د ستونې درد لپاره: د هوګې یوه پلۍ دوه ټوټې کړئ او دواړو غومبورو کې يي ځای پر ځای کړئ. د هوګې د میده کولو هڅه وکړئ. په هوګې کې شته مرکبات په ستونې کې شته هغه باکتریاوې چې د ستونې د درد لامل شوی له منځه وړي.

۲۳- تازه هوګه خوړل د پوزې په خلاصولو کې ډیره زیاته مرسته کوي.

۲۴- په هوګې کې شته د سلفر (Sulfur) مرکبات د پړسوب مخه نیسي.

سرچینه:نن ټکی اسیا