د هګۍ سپین او لیمو سره مو مخ سپین او ګونزې یې له مینځه یوسئ

ژباړه: مریم محمدي

انسان د ښکلا خوښونکی دی، خو د مخ ښکلا بیا د هر کس طبیعی غوښتنه ده.

د پوستکي د سپینوالی، روښانتیا او د ګونزو له منځه وړل کوم سخت کار نه دی، تاسو کولی شئ چې یوازې د هګۍ سپین او لیمو سره د یو ښکلي مخ لرونکي شئ.

سپارښتنه

هغه پیغلې یا میرمنې چې رسمي دندې لري یا هم په کور کې دې ورته په کار ده چې د نورو بوختیاو سره سره د خپلې ښکلا خیال هم وساتي. یا هم هغه نجونو یا میرمنې چې غواړي لا ډیرې ښکلې معلومې شي، هغوی د یاد ماسک له استفادې وړاندې دې خپل مخ نخ (په تارونو باندې له مخ نه ویښته ویستل) کړ، نخ کول د مخ د وېښتو د لرې کولو او ښکلا لپاره ډېره اسانه او پخوانۍ وسیله ده چې د یوې پېغلې او مېرمنې سلیقه ښکاروي.

د هګۍ سپین او لیمو ماسک ګټي:

پوستکی روښانوي، سپینوي او څیره یا مخ ځوان ساتي

د اړتیا وړ مواد:

یو دانه لیمو

یوه دانه هګۍ

د ماسک د جوړولو طریقه:

د هګۍ سپین له ژیړو څخه بېل کړئ، بیا د هګۍ سپین ښه سره ګډ کړئ، وروسته د لیمو اوبه ورسره ګډې کړئ تر څو دواړه سره مخلوط شي.

د استفادې طریقه:

مخ مو په صابون سره ووینځئ بیا چمتو شوي مواد یا ماسک په ټول مخ باندې ووهئ، له ۱۰ تر ۲۵ دقیقو پورې صبر وکړئ چې وچ شي وروسته مخ مو په تړمو اوبو ووينځئ.

د دې ماسک له استفادې وروسته مرطوب کوونکی او لمر ضد کریم هره ورځ ( سهار او غرمه) استعمال کړئ.

د یاولو ده چې له یاد ماسک نه نارینه او ځوانان هم استفاده کولی شي، په تیره بیا هغه ځوانان چې له وخت نه مخکې یې په تندي یا د مخ په پوستکي کې ګونزې پیدا شوي وي، نو کولی شي چې دا ماسک اوونۍ کې یو ځل یا هم په میاشت کې دوه ځلې استعمال کړئ.

ستاسو د روښانه او ښکلي مخ په هیله