د هیلو ټولګه جوړه کړئ

ليکوال: حمیدالله حمیدي

هغه څه چې مونږ ورته اړتيا لرو او يا يې د لرلو هيله لرو، د سترګو په رپ کې ترلاسه کولی شو. دا هر څه زموږ د تمې خلاف په بې ساري ډول پېښېږي. ښه خبره دا ده، چې له کایناتو سره خپله اړیکه پرې نه کړو او د سیند په څېر یې روانه وساتو.

که مو غوښتنې مثبتې وي، په رګونو کې به مو له وينې سره يو ځای مثبته انرژي هم په ځغاسته پيل وکړي، خو که له کوم کار نهیلي شو، نو پر مثبتې انرژۍ وچکالي راځي او ځای یې منفي انرژۍ ته پاتې کېږي. اړینه نه ده، چې چینه دې تل له اوبو ډکه وي، يوازې دومره هم بسنه کوي چې اوبه ترې روانې وي، هغه که ډېرې کمې هم وي.

د هیلو ټولګه جوړه کړئ

د هیلو ټولګه مو باید داسې تنظیم کړی، چې هیلې مو پکې نه ډېرې اوږدمهالې او نه هم ډېرې لنډمهالې وي. کولای شی له وړو کارونو پيل وکړی او لويو هيلو ته ځانونه ورسوی.

له دې سره – سره هم که ډېرو لويو هيلو ته رسېدل غواړی، نو په ورځنيو کارونو مو له سره غور وکړئ او داسې يې تنظيم کړئ چې په لنډه لاره مو لویو موخو ته ورسوي.