د هېواد د پارلماني چارو وزير له خپل پارلماني سيال سره په ليدنه کې د دوه اړخیزه اړيکو پر ښه کولو ټينګار کړی دی

فاروق وردګ د پاکستان د پارلماني چارو له وزیر علي محمد خان سره په اسلام اباد کې ليده کاته کړي او د اړيکو د پراختیا تر څنګ يې پر يو شمېر نورو مسايلو هم ور سره خبرې کړي دي.

د راپورونو له مخې د پاکستان هېواد د پارلماني چارو وزير له خپل افغان سيال فاروق وردګ سره ژمنه کړې، چې د شته ستونزو د کمېدو په موخه به له خپل حکومت سره د افغان سولې او دوه اړخیزو او پارلماني اړيکو د ټینګولو په اړه خبرې کوي او په دې برخه کې به خپلې هڅې چټکې کړي.

په پارلماني چارو کې د دولت وزير فاروق وردګ ټينګار کړی، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو په پراختیا سره ستونزې کمېدلی او تفاهمات ډېرېدلی شي.