د هېواد په جنوب کې د پولیو مثبته پېښه ثبت شوې

راپورونه وايي، د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د وزیرستاني کډوالو یو ماشوم د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوی چې، دې سره په روان مېلادي کال کې په هېواد کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۱۷ ته ورسېد.

د پکتیکا ولایت روغتیايي مسؤلین وایي، د پولیو دغه تازه پېښه د برمل ولسوالی په سور زغمي سیمه کې د مېشتو وزیرستاني کډوالو په ماشومانو کې رامنځته شوې.

د دوی په خبره په فلج د اخته شوې‎ ماشومې نوم سبا دی او دوه دېرش میاشتې عمر لري.

د پکتیکا د کتلوي معافیت امیر ډاکټر عبدالحکیم همت ویلي په پولیو د اخته انجلۍ پلار د واکسین له تطبیق سره سخت مخالفت درلود او د سبا په ګډون یې هېڅ یو ماشوم ته د کمپاینونو په لړ کې واکسین نه دی تطبیق کړی.

دا په داسې حال کې ده، چې روان ۲۰۱۹ کال کې په افغانستان کې د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ ۱۷ مثبتې پیښې ثبت شوي دي.

د پولیو د دغو مثبتو پیښو څخه یې۸  په ارزګان کې، ۵ په هلمند کې او ۲ په کندهار یوه پیښه کونړ او بله نوې مثبته پېښه یې د خوست په تکې کې ثبت شوې ده.