۱ـ د حافظې ښه والی:
څېړنو ښوولې چې په منظمه توګه ورزش کولو سره ، مغز ته په پوره توګه اکسیجن او انرژي رسیږي او په دې سره حافظه قوي کيږږي.
۲ـ پر نفس د باور لوړوالی:
د ورزش کولو له لارې د انسان بدن مناسبه بڼه خپلوي، چې دغه کار د انسان د رضایت او بیا پر نفس د باور لامل کیږي.
دغه راز په کلبونو کې ورزش کول د انسان ټولنیزې اړیکې پراخوي.
۳ـ د اندېښنو او فشار کموالی:
ټول انسانان په ورځني ژوند کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان وي، نو د فکري بدلون یوه ښه لار هم همدا ورزش دی.
د ورزش له لارې کولای شو، خپلې ځينې اندېښنې لېرې کړو.
۴ـ آرام خوب:
څېړنو ښوولې ورزش ددې لامل کیږي چې انسان د شپې ښه او آرام خوب وکړي. په ټوله کې ویلای شو چې ورزش د بې خوبۍ ښه درملنه ده.
له یاده مه باسی مخکې تر ویده کېدو ورزش کول برعکس پایله لري او د بې خوبۍ لامل کیږي، نو ښه به دا وي چې سهار او یا هم مازدیګر مهال ورزش وشي.
۵ـ د بدن د انرژۍ ډېروالی او استقامت:
زیاتره خلک په دې اند دي چې ورزش د انرژۍ د کموالي لامل کیږي، خو واقعیت بل څه دي او څېړنو ښوولې چې په منظمه او دوامداره توګه ورزش کول د استقامت او انرژۍ د ډېرېدو لامل کیږي.
۶ـ د عمر اوږدوالی:
څېړنو ښوولی هغه کسان چې ورزش کوي د هغو په پرتله چې ورزش نه کوي په منځنۍ توګه ډېر او ښه ژوند کوي.
که غواړئ چې اوږد خوږ او ښه ژوند ولرئ نو ورزش کول مه هېروئ.