چهارشنبه , 24 اپریل 2024

د وسله والو طالبانو عمل او خبرې سره توپېر لري

کندهار کې د وروستۍ حملې په اړه د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په یوه ټویټ کې لیکلي چې وسله والو طالبانو وروستۍ برید د دوی د تشدد دوام ښکاره نښه ده، حال دا چې هممهال د سولې خبرې روانې دي؛ خو که تاوتریخوالی دوام لري ښایي بیا ګټه ونلري.

په ورته مهال د حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم په خپل ټویټر پاڼه لیکلي دي چې د طالبانو ترورېستي فکر نه دی بدل کړی.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په یوې ځانګړي مرکه کې ویلي، چې حکومت تمه داده او د ټولو توقع دا ده چې جنګ بند شي.

نوموړي ویلي، چې د وسله والو طالبانو عمل او خبرې اړخ نه سره لګوي، له یوه اړخه پر ملکي تاسیساتو د حملو مسئولیت اخلي او له بلې خوا د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره پر سوله خبرې کوي.

د ازبکستان ورځپاڼې تاشکند ټایمز چې په انګلیسي ژبه خپرونې کوي، د دوشنبې په ورځ په رپوټ کې ویلي وو چې سمرقند به د بین الافغاني ډیالوګ کوربه وي.

د ازبکستان د کورنیو رسنیو په حواله، د داسې خبرو دوهم دور به د اګست په میاشت کې وي.

خو دقیقه نېټه یې نه ده اعلان شوې.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ تأیید کړه چې د هغوی د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف په واشنګټن کې د افغان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي دي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې لیکل شوي چې کاملوف او خلیلزاد د بین الافغاني ډیالوګ پر اهمیت غږېدلي دي.

په بیان کې لیکل شوي، امریکايي لوري د ازبکستان د دې هڅو ملاتړ وکړ چې غواړي د سوله ییزې سیاسي پروسې پیل ته زمینه برابره کړي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وویل چې دوی ته تر اوسه په دې اړه معلومات نه دي ورکړ شوي، خو ویې ویل چې د سیمې یو شمېر هېوادونه په افغانستان کې د سولې لپاره له روانو هڅو سره د مرستې لېوالتیا لري او دا ښه خبره ده.

د جولاي په اوومه او اتمه له کابله یو غیر دولتي پلاوي په دوحه کې د وسله والو طالبانو له سیاسي استازو سره کېناستل او د بین الافغاني خبرو اول دور وبلل شو.