پنجشنبه , 25 اپریل 2024

د ولسمشرغني د فرمان په بنسټ ۴۹۰ طالب بندیان خوشي شول

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز اعلان کړی، چې د ولسمشر غني د فرمان په بنسټ په تېرو څو ورځو کې۴۹۰ طالب بندیان خوشي شوي دي.

د رسنیو مرکز زیاتوي، چې د ازادېدونکو بندیانو په منځ کې داسې کسان هم شته چې په ناعلاجه ناروغیو اخته دي او ځینې نور بیا هغه زاندانیان دي، چې له یوه کال کمه د زندان موده یې پاتې ده.

د ولسمشر په دې فرمان کې راغلي، چې دغه بندیان د مشورتي لویې جرګې پریکړې ته په درناوي، د روژې مبارکې میاشتې په احترام، د اختر په مناسبت او د سولې لپاره د افغان دولت د ښه نیت ښودلو په پار ازاد شوي.

د رسنیو مرکز په اعلامیه کې راغلي، چې افغان ولسمشر له زندانیانو سره د یوه روژه ماتي پرمهال هغوی ته د ازادۍ زیری ورکړی و.

د رسنیو مرکز زیاتوي، چې د ولسمشر د فرمان پلي کول د لویې څارنوالۍ، د کورنیو چارو وزارت او د یوې فني کمېټې دنده ده، چې تر اوسه یې نژدې پنځه سوه کسان خوشې کړي دي.

د رسنیو د مرکز په اعلامیه کې کاږل شوي چې۴۹۰ خوشي شوي بندیان د کابل پلچرخي، بګرام، ننګرهار، پکتیکا، کندهار، هرات، جوزجان، کنړ، فراه، بلخ، کندوز، بغلان، کاپیسا، لغمان، فاریاب، بادغیس، لوګر، خوست او غزني له زندانونو کې بندیان وو.