پنجشنبه , 25 اپریل 2024

د ولسمشریزو ټاکنو لپاره ۴۰۰سو زرو زیاتو کسانو نوم لیکنه کړې

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوم لیکنې د بهیر له پیله تر دې دمه له ۴۰۰ زرو څخه زیاتو کسانو نوم لیکنه کړې.

د دغه کمیسیون مشره حوا عالم نورستانۍ په وینا په دې کې هغه هېواد وال هم شامل دي چې، تازه هېواد ته ستانه شوي او یا یې تازه عمرونه اتلسو کلونوته رسېدلي دي.

نورستانۍ کابل کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل، چې تر اوسه ۲۶۴ زرو نارینه وو او له ۳۳ ولایتونو څخه ۱۳۸ زرو تنو میرمنو نوم لیکنه کړې ده.

د ټاکنو کمېسیون د  معلوماتو په اساس اوس ۴۱۷ د نوم لېکنې مرکزونه په ۳۳ ولایتونو کې او ۱۰۴ یې بیا په غزني ولایت کې فعال دي.

ټاکل شوې وه، چې په ۳۳ ولایتونو کې د دې مرکزونو شمېر ۴۸۵ او په غزني ولایت کې ۲۴۷ وای.

خو د نورستانۍ په وینا غزني ولایت کې له  څوارلسو مرکزونو سره د پوهنې وزارت مخالفت وکړ او له دوو نورو سره بیا قومي سپین ږیرو مخالفت وکړ

د نوم لېکنې ملاتړی بهیر چې ۳۳ ولایتونه پکې شامل دي، د غبرګولي پر اتلسمه پېل شوی او د چنګاښ تر اتمې به دوام لري.

ولسمشریزې ټاکنې تر دې دمه دوه ځله وروسته پاتې شوي دي او سترې محکمې حکم وکړ، چې د ولسمشرۍ ټاکنو تر سره کېدو پورې به محمد اشرف غني د افغانستان ولسمشر وي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د مهالوېش له مخې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې د میزان میاشت پر شپږمه تر سره کېږي.