چهارشنبه , 24 اپریل 2024

د ولسي جرګې دریاست ورستۍ پایلې به ټاکل شوی پلاوی اعلانوي

د ولسي جرګې د ریاست پر سر د را ولاړې شوې ستونزې د حل په موخه ټاکل شوی پلاوی وایي، خپلې پایلې به نن د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې اعلان کړي.

وړمه ورځ په ولسي جرګه کې د ریاست لپاره ټاکنې ترسره شوې، چې له مخې یې مير رحمان رحماني ددغه مجلس مشر وټاکل شو؛ خو د یو شمېر نوماندانو له مخالفت سره مخ شو او ټاکنې نا مشروع وبلل شوې.

وکیلانو پرون اعتراض کړی و او میر رحمان رحماني ته یې اجازه ور نه کړه چې د ریاست پر څوکۍ کښېني.

له همدې امله یو پنځلس کسیز پلاوی ددغه ستونزې د حل په موخه وټاکل شو.

له سهاره راهېسې د ولسي جرګې دروازه د وکیلانو پر وړاندې تړلې وه، خو اوس تازه معلومات دادي چې د ولسي جرګې د تالار فرعي دروازه وکيلانو خلاصه کړه او تالار ته ننوتل خو په دوی کې د  میررحمن رحماني پلويان نه ليدل کېږي.