د ولسي جرګې د ریاست پر سر کړکېچ لا هم پر خپل ځای پاتې دی

څو اوونۍ کېږي چې د ولسي جرګې وکیلان د نوي رییس د ټاکلو لپاره سره راټولېږي خو په ناندریو اوړي او کومې نتیجې ته نه رسېږي.

وکیلانو نن غوښتل د هغې جنجال پارونکې رایې سرنوشت وټاکي چې دا ستونزې یې زېږولې دي خو بیا هم بریالي شوي نه دي.

د نن ورځې غونډې په سر کې وکیلانو ته دوه انتخابه ورکړل شوي وو چې یا به په علني ډول رایه کاروي او یا هم باید سرې رایه ورکړي خو وکیلان سره سلا نه شول او یاده ستونزه د سبا په پلمه پر خپل ځای پاتې شوه.