سه شنبه , 23 اپریل 2024

د وېښتانو توېدنه: لاملونه او درملنه يې

لیکوال : ډاکټر نيک محمد ويال

ډېر ځلې به مو د سر ويښتان د ږمنځولو او يا هم د حمام کولو په وخت کې لېدلې وي، چې لپه – لپه تويږي، د ځينو کسانو وېښتان په دومره اندزه تويږي چې سر يې ګنجی شي او په ځينو نور کې، بيا په سر باندې يې د وېښتانو شمېر د شمېر وړ شي.

د سر د وېښتانو د توېدو ناروغۍ ته په علمي ډول (Alopecia) وايي او انګليسي نوم يې (Baldness) دی، چې په دې ناروغۍ کې تر ډېره د سر يا د وجود هغه برخه، چې وېښتان يې تويږي خارښت نه لري.

په دې لېکنه کې لومړي په دې غږيږو، چې ولې د وجود ويښتان خو په ځانګړی ډول د سر وېښتان تويږي او وروسته به يې په درملنه او مخنيوي خبرې وکړو.

د سر د وېښتانو د توېدو لاملونه:

۱- فزيکي ناروغۍ: ځيني فزيکي ناروغۍ او ټپ کېدنه کله ټکر، جراحۍ، سختې او شدېدې ناروغۍ او نور د لڼدمهال لپار د وېښتانو د توېدنې لامل کيږي، چې په علمي ډول ورته (telogen effluvium) وايي.

۲- حمله ګۍ: په ښځو کې حمله ګي يا د ماشوم په نس کېدنه له روحي اندېښنو سره مله وي، چې دغه روحي او ذهني اندېښنې هم په خپل وار سره په ښخو کې د وېښتانو د توېدنې سبب ګرځي.

۳- د حمله ګۍ د مخنيوي درمل: په ښځو کې دوېښتانو د توېدنې يو بل علت د حمل د مخنيوي لپاره د ځينو ځانګړو درملو خوارړل دي. لکه څنګه مو چې وړاندې يادونه وکړه، چې حمله ګۍ په ښځو کې د وېښتانو د توېدنې سبب دی او همدارنګه که پر وړاندې يې يو لړ درمل وخوړ شي نو وېښتان به مو تويږي.

۴- د اې وېتامين بې کچې زياتوالی: د الله (ج) په قدرت سره د انسان وجود داسې خلق شوی دی، چې هر څه په يوه ټاکلي شمېر سره شتون لري. که چېرې ټاکلی شمېر کم او يا زيات شي نو په وجود يې منفي اغيز ښکاره کيږي. د انسان په بدن کې د A وېټامين زياتوالی د ويښتانو د توېدنې بل لامل دی.

۵- د پروټين کمښت: که په بدن کې مو په پوره شمېره سره پروټين شتون ونه لري نو د سر وېښتان به مو په توېدنه پيل وکړي. د پروټينو کمښت پرته له دې چې د وېښتانو د توېدنې لامل دي، د وېښتانو د نمو او لوېدنې مخنيوی هم کوي. کله مو چې په بدن کې پروټين کمبود شي، نو درې او يا څلور مياشتې وروسته مو د وېښتانو توېدنه پيل کيږي.

۶- په ذاتي ډول: په انسانو کې د وېښتانو توېدنه په زياتي ډول هم ده، که چېرې مو په کورنۍ کې د پلار – مور او يا هم خور ورور وېښتان تويږي نو ښايي چې پرته له کومې ناروغۍ په تاسو هم اغېز وکړي او د وېښتانو د توېدنې له ناروغۍ سره به مخ شی.

۷- حسي فشارونه: ځيني روحي فشارونه لکه طلاق، په مينه کې زورېدنه، د تجارت ناکامي، کورنۍ ستونزې، په دنده کې ستړيا او يوازېتوب هم يادې ناروغي لاملونه بلل شوې دي.

۸- د وينې کمېدنه يا Anemia: څېړنو ښودلې ده، چې په هر سل ښځو کې، لس يې د وینې کمېدنې يا کم خونۍ له ناروغۍ سره مخ دي. کم خوني په وجود کې د اوسپنې د کمښت پر بنسټ منځ ته راځي چې بيا وروسته د وېښتانو توېدو ته لار ورکوي.

۹- د ويټامين بي (B) کمښت: يو بل لامل چې وېښتانو په توېدنه کې مرسته کوي د ويټامين بي کمښت ښودل شوی دی.

۱۰- په ناڅاپي ډول د وزن بايلل: په تېزۍ سره د وزن کمښت په خوراکي رژېم کې کموالی او يا هم د فشارونو له امله وي، چې فشارونه او په غذايي رژېم کې کموالی او لږه ډوډۍ خوړل په وجود کې د منرالونو او وېټامېنونو انداره کمه وي.

۱۱- د کمياوي درملو يا Chemotherapy په وسيله درملنه: د يو شمېر کمياوي درملو په وسيله درملنه هم کولای شي چې د وېښتانو د توېدنې لامل شي.

۱۲- د وينې فشار او ستړيا د کمونې درمل: هغه درمل چې په وسيله يې د وینې فشار او ستړيا له منځه ځي، له دې ګټو سره د وېښتانو په توېدنه کې مرسته کوي چې دا يې بيا زيان بلل کيږي.

۱۳: ځيني شامپو او صابون سره د وېښتانو مېنځل: هغه صابون او شامپو چې د روغتيايي مرکزونو تر څار لاندې نه وي او په خپل جوړښت کې په ډېر شمېر کيمياوي مواد ولري، وېښتان تويوي.

۱۴- سرطان او شکر: د سرطان او شکر ناروغۍ هم د وېښتانو د وتوېدنې نور لاملونه دي.

۱۵- مختلف درمل: يو شمېر درمل چې له ځان سره جنابي عوارض يا Side Effects لري، په خوړو سره يې وېښتان تويږي.

درملنه: که څه هم په عمومي ډول د وېښتانو د توېدنې په اړه ځانګړي درمل او درملنه نشو په ګوته کولای، دا ځکه چې لومړی بايد تشخيص شي چې د وېښتانو د توېدنې ناروغۍ لامل څه دی او وروسته له هغه به يې لارې چارې په ګوته شي.

خو هغه لاملونه چې د وېښتانو د وتوېدنې په اړه مو ذکر کړل، د هغې برعکس چارې په خپله د و ېښتانو د توېدنې د مخنيوي سبب کيږي.