پنجشنبه , 28 مارچ 2024

د يو بريالي ويناوال غوره ځانګړنې

ليکنه: محمد عزيز پردېس

۱- بريالی ويناوال له وينا وړاندې په هر اړخيز ډول ځان بشپړ چمتو کوي.

۲- بريالی ويناوال د وينا پر مهال د وېرې، اندېښنې او وارخطايۍ په نامه اصلا څه نه پېژني.

۳- بريالی ويناوال د وينا پر مهال په ټاکل شوې موضوع بشپړ برلاسی وي.

۴- مخکې له وينا څخه په ټاکل شوې موضوع پوره مشق او تمرين کوي.

۵- کاميابه ويناوال مخکې له وينا څخه ژوره ساه اخلي، په زړه کې د الله تعالی څخه مننه کوي او د خپلې وينا د بري لپاره ترې مرسته غواړي.

۶- غښتلی ويناوال د وينا پر مهال تل خوښ، خندان او بشاش وي.

۷- بريالی ويناوال د وينا پر مهال ښکلی او مناسب لباس ځان لپاره ټاکي ترڅو د ګډونوالو توجه ځان ته جلب کړي.

۸- بريالی ويناوال چې کله د غمشريکۍ په مناسبتونو وينا کوي نو خپله وينا او څېره داسې عياروي چې بايد غمشريکي ولېږدوي.

۹- بريالی ويناوال تل د ګډونوالو سره د سترګو په وسيله صميمي تماس ساتي.

۱۰- تل په مينه ناک انداز ګډون کوونکو ته ګوري.

۱۱- بريالی ويناوال د وينا پر مهال خپل يو ګډون کوونکي ( بلد شخص ) سره تماس ساتي ترڅو هغه د ده وينا په موسکا يا د سترګو په اشارو تائيد کړي چې دا په خپله ويناوال ته جرائت ورکوي او په تدريج سره هرچا ته کتلی شي.

۱۲- د ويناوال غږ بايد ورو؛ خو د ګډون کوونکو شمېر له مخې يې بايد اواز کافي لوړ وي.

۱۳- موسکا د هرچا وړيا شتمني ده، ويناوال بايد د وينا پر مهال په مناسب ډول موسکی واوسي.

۱۴- سهوې له هر انسانه کيدای شي، که له ويناوال څخه د وينا پر مهال غلطې وشوه، بايد وارخطا نشي او خپل ثبات بايد له لاسه ورنکړي.

۱۵- کله ناکله د وينا پر مهال يوه مودبانه ټوکه هم ښه وي؛ خو ډېرې او بې ارتباطه فکاهيانې زيان اړولی شي.

۱۶- بريالی ويناوال د وينا پر مهال د ځان څخه ډېرې کيسې نه کوي او په اصلي پيغام ډېر تمرکز کوي.

۱۷- په وينا کې کليمې ٪۷، لحن ٪۳۸ او د‌ بدن حرکات ( Body language ) ۵۵٪ اهميت لري.

۱۸- که وينا هرڅومره علمي او ادبي وي؛ خو که د ويناوال په لحن کې صداقت او له موضوع سره ژوره مينه نه وي نو د وينا اغېز به نه وي او يا به کم وي.

۱۹- بريالی ويناوال مخکې له وينا څخه څخه د ټاکل شوې موضوع مهمې برخې په شارټ کټ ډول له ځان سره ياداشت کوي.

۲۰- ويناوال د وينا څخه وړاندې داسې خواړه نه خوري چې د ده پر ستوني دې اغېز وکړي او غږ يې خراب کړي.