په هندوستان کې ډاکټرانو د يو شخص له ګېډې څخه (۱۶۶) دانې (دوه نيم) اينچه مېخونه راويستلي دي.
د نړيوالو رسنيو له قوله: د هندوستان په (راجستان) ایالت کې د (۴۳) کلن شخص (بولا شنکر) په ګېډه کې د سخت درد له امله نوموړی روغتون ته ولېږدول شو، ډاکټرانو د (ايکسری) اخيستو لارښوونه وکړه، کله چې يې ايکسری ډاکټرانو ته راوړه نو په ګېډه کې يې مېخونه مالومېدل.
تېره ورځ د نوموړي شخص اپرېشن وشو، چې له ګېډې څخه يې (۱۱۶) مېخونه راوويستل شول، چې اوږدوالی يې (دوه نيم اينچه و. د حيرانتيا وړ خبره ده چې دې مېخونو د نوموړي شخص معدې ته هېڅ زيان نه و رسولی او اوس د بشپړې روغتيا پر لور روان دی.
ناروغ وايي چې هېڅ مالومات ورته نه شته، چې دا ميخونه يې تر معدې څنګه ورسېدل؟ خو ډاکټران وايي چې د غذايي عوارضو او ذهني ناروغيو له امله داسې پېښې رامنځته کېږي، دې ناروغۍ ته (acuphagia) ويل کېږي.