چهارشنبه , 24 اپریل 2024

د ټاکنو له وروستي نوملړه اووه نور نوماندان لرې شول

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، دا نوماندان له خپلو دندو څخه د استعفا نه ورکولو، په حبس د محکومیت، د قانوني عمر نه درلودل او د دوه‌ ګوني تابعیت د درلودلو له امله، له لست څخه حذف شوي دي.

روهينا ولي زاده له ميدان وردګو ولايت څخه پر ټاکلې نېټه له دندې د نه استعفا له امله

عبدالکريم شفق له فراه ولايت څخه پر بند د محکوميت (اوس مهال په بند کې دی) له امله حذف شوی دی.

حبيب الله غورياني له هرات ولايت څخه پر څه باندې لسو کلونو بند د محکوميت له امله

احمدشاه سادات الحسيني له هرات ولايت څخه چې د ايران تابعيت يې درلود، د نوم په بدلون سره يې د افغانستان تابعيت ترلاسه او ځان ټاکنو ته نوماند کړی و.

عبدالله ساحل له کندوز ولايت څخه چې پر ټاکلې نېټه يې له دندې استعفا نه وه کړې.

غلام نبي ساقي له غور ولايت څخه له دندې څخه پر ټاکلې نېټه د نه استعفا له امله حذف شوی.

سُميرا خيرخواه له بلخ ولايت څخه ټاکنو ته د نوماندۍ قانوني عمر نه بشپړتيا له امله.

له دې وړاندې هم دې کمیسیون د بیلابیلو دلایلو له امله ۳۵ نوماندان د ټاکنو له نوملړه لرې کړي وو.