سه شنبه , 23 اپریل 2024

د ټاکنو کمېسیون: د انتخاباتو دقیقه نېټه به حمل کې اعلان شي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ژمنه کړې چې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو راتلونکي انتخابات به د څو میاشتو ځنډ سربېره د ۱۳۹۷ هـ ل کال د میزان په میاشت کې ترسره شي.

په عملیاتي چارو کې د دې کمېسیون مرستیالې وسیمې بادغیسي رسنیو ته وویل، د دې انتخاباتو دقیقه نېټه به د وري یا حمل میاشت کې اعلان شي.

نوموړې زیاته کړه:موږ پریکړه کړې چې د افغانستان د ملي شورا او ولسوالیو د شوراګانو انتخابات به په ۲۰۱۸ میلادي کال کې ترسره شي او د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات ۲۰۱۹ میلادي کال ته پاتې شي. دا مهال د انتخاباتو د کمېسیون پریکړه پرې همدې بنسټ ده.”

دا عکس‎العمل په داسې حال کې رامخې ته کېږي چې د انتخاباتو د ملاتړ یوې نړیوالې ډلې، که له یوې‎خوا په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو ملاتړ کړی، له بلې‎خوا یې د اصلاحاتو لپاره ۲۰۱۹ میلادي کال ته د دې انتخاباتو د ځنډېدو غوښتنه کړې.

د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ د ولسي جرګې د اوسنیو استازو د کار دوره د ۱۳۹۳ میلادي کال د سرطان د میاشتې له لومړۍ نېټې پای ته رسېدلې، خو تر اوسه د ملي شورا انتخاباتو نوې دقیقه نېټه نه‎ده اعلان شوې.

څلور کاله مخکې د ولسمشرۍ د لانجمنو انتخاباتو را وروسته د ملي یووالي د حکومت مشرانو په انتخاباتي نظام کې د پراخو اصلاحاتو پر راوستلو ټینګار وکړ.

د راتلونکې کال د سرطان ۱۶مه نېټه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره نوې نېټه اعلان شوې وه، خو دا نېټه هم وځنډېده.