د پام وړ ټکي‎

لیکنه: Doctor ASKY

ژباړه: محمداکبر حقمل معینزی

هره نوې ورځ تاسو ته یو داسې نوی چانس دی، چې نوي نوي کارونه سرته ورسوئ او خپل ژوند ته مو بدلون ورکړئ.

د نورو د باغ مېوو ته سترګې مه نیسئ؛ بلکې د خپل ځان لپاره مو باغ جوړ کړئ.

د هېڅ کس د ګل راوړلو په تمه مه اوسئ؛ بلکې په خپل باغ کې مو د ګلونو کره وکړئ او خپله اروا یا روح مو سینګار او ښکلې کړئ.

که چېرې غواړې یو چا ته «نه» ووایې نو بیا داسې مه ورته وایه، چې کېدای شي.

حیرانوونکې پېښې هغه چاته ورپېښېږي څوک، چې پرې باور لري.

زه له یو چا سره د هوښیارو خبرو کولو په موخه تر ټولو ډېره او پیاوړې مینه لرم. هغه مینه او وړتیا لرم، چې له امله یې غواړم یوازې کښېنم او د مینې، ژوند او هر څه په اړه خبرې وکړم. داسې مینه لرم او غواړم، چې په نړۍ کې هر وخت تر سپوږمۍ لاندې کښېنم او ژر تېرېدونکې سپوږمۍ ته داسې روزنه ورکړم، چې خپل تېز او چټک تګ په خاپوړو باندې د تګ په څېر کړي. غواړم، چې هېڅ ډول اړتیا او مجبوریت ونه لرم، هېڅ ډول قانون ته د غاړې اېښودو اړ نه وم او هېڅ انساني بریدونه یا محدودیتونه ونه لرم؛ تر څو داسې خبرې وکړم، چې نه یې د پېښمانۍ او نه یې د بدې پایلې وېره ولرم. تر څو په ساعتونو ساعتونو د هغه څه په اړه خبرې وکړم کوم، چې په ریښتیني ډول په ژوند کې اړین دي.

 

زه له فکرونو، احساساتو او خاطرو څخه د ډکو کوټو څخه جوړ یم. تاسو نه شئ کولای، چې ماته په  یو ځل غوږ نیولو سره ما وپېژنئ؛ ځکه زه ډېر پېچلی یم.

ډېر فکر کول خوښۍ او خوشحالۍ وژني. ناامنۍ د ځان قدر او درناوی وژني. دروغ بیا ريښتیا وژني.