د پاکستان دنننۍ چاودنې مرګ ژوبله ۳۰ ته لوړ شوه

د پاکستان په کویټه کې یوه ځانمرګي برید لږ تر لږه ۱۱ کسان وژلي او ۱۹ تنه نور یې ټپیان کړي دي. د وژل شویو کسانو په ډله کې څلور پولیس هم شامل دي. ویل شوي برید کوونکی په یوه موټر کې سپور وو.

په پلوچستان کې د پولیسو مشر عبدالرزاق چیما، د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې داسې ښکاري چې برید کوونکي دې یو موټر چې له چاودیدونکو موادو ډک وو الوزولی وي.

په کویټه کې د ملکي روغتون یوه ویاند وسیم بیګ، ویلي دي چې لږ تر لږه ۱۱ مړي او ۱۹ ټپیان دغه روغتون ته وروړل شوي دي. د دې روغتون یوه چارواکي روښانه کړې ده چې د وژل شویو کسانو په ډله کې څلور پولیس او د ټپیانو په جمله کې بیا نهه امنیتي چارواکي شامل ول.

د بلوچستان د حکومت ویاند انور الحق کاکړ، ویلي دي چې چاودنه د پولیسو د یوه لوړپوړي چارواکي دفتر ته نزدې هغه وخت رامنځ ته شوه چې امنیتي ځواکونو موټر د تلاشي له پاره ودراوه. ویل شوي دي چې د برید هدف ښايي همدا لوړپوړی چارواکی وو.

په هغه سیمه کې چاودنه شوې ده، په نورو وروځو کې ډیره ګڼه ګوڼه وي، خو پر دې ورځ بیا په کې د جمعې او روژې له کبله ډیرو کسانو شتون نه لاره.

کویټه چې د بلوچستان ایالت مرکز دی د افغانستان له پولې څخه په ۱۰۰ کیلومتري کې پرته ده او ډیر وخت د خونړیو بریدونو سره مخامخیږي.