د پاکستان په کوټه کي د پولیسو پر مرکز زوروره چاودنه شوې

د پاکستان  د کوټې  ښار  د جناح په نامه  د پولیسو د مرکز او عمومي مفتش  د دفتر ترمنځه  زوروره چاودنه وشوه.

لومړني معلومات ښې چې په چاودنه کې  لږ تر لږه  ۶ تنه مړه او۱۴  نور ټپیان شوي دي.

د سیمې نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې چاودنه دومره  زوروره وه چې غږ يي څو کیلومتره لرې  اوریدل شوی دی .

د ویلو ده چې  د ژغورنې ډلو  د چاودنې نه سمدلاسه وروسته د پیښې ټپیان  نږدې روغتونونو ته انتقال کړي دي.

د چاودنې په سیمه کې یو ډیر  ټوټې ټوټې شوی دی چې ګمان کیږي  چاویدونکي توکي په همدې موټر کې ځای په ځای شوي وو.

د بله پلوه  د ژغورنې ډلو  ویلي دي چې د ټپیانو نه  د ۴ تنو روغتیايي حالت  ډير باریکه  دی.