د پایښت لرونکي واده اته رازونه

تاسو تل کولای شئ، نوي کلنې جوړې ووینئ، چې په پارکونو کې په څوکۍ باندې ناست وي، هغوی د خپلې اړیکې له پاره څه کړي دي، چې د واده اړیکه یې دومره اوږده شوې او تر اوسه هم اړیکه یې مینه ناکه ده؟ ډاکټر پیلمر د مینې کولو له پاره د دېرش درسونو کتاب لیکوال، د مینې او د واده د اړیکې په اړه عجیبې سپارښتنې او یادې پوښتنې له پاره دقیق ځواب لري، هغه له ۷۰۰ څخه زیاتو جوړو سره مرکې کړې دي، دلته له هغو ټکو څخه یادونه کوو، کوم چې هغه له هغو جوړو څخه زده کړي، چې له واده څخه یې ۳۰، ۴۰ یا حتا ۵۰ کاله تېر شوي دي:

۱ ـــ مین واوسئ:

یوازې په هغه صورت کې واده وکړئ، چې مین یاست. تاسو دواړه باید یو پر بل باندې مین واوسئ، البته دا احساس به تر ابده پورې دوام پیدا نه کړي، خو ستاسو د واده له دوام سره مرسته کولای شي.

۲ ـــ د اړیکې ټینګښت:

ښایي کلیشه ای تر سترګو شي، خو ډاکټر پیلمر له خپلو مرکو څخه ومونده، چې پیاوړې اړیکه د پایښت لرونکې اړیکې کیلي ده. مخکې تر دې چې واده وکړئ، د خپلو ارزښتونو په اړه خبرې وکړئ، چې ارزښتونه مو له یو بل سره مطابقت لري؟. د پیسو په اړه خبرې وکړئ، ترڅو ډاډ تر لاسه کړئ، چې په اړه یې ورته لید لوری لرئ؟. بهانه مه کوئ، چې زه داسې یو سړی یم، چې ډېر کمې خبرې کووم. البته دا افراد ښایي اوږد مهاله اړیکه ولري، خو هغوی هم دا زده کړي، چې د خپلو احساساتو په اړه وغږېږي.

۳ ـــ د ماشومانو په نسبت خپل خاوند ته لومړیتوب ورکړئ:

کله چې ستاسو ژوند ته ماشومان دا خلېږي، په ډېرې آسانۍ کېدای شي حواس مو ګډوډ شي یا د کاري ژوند یوه برخه او یا هم ماشومان مو ستاسو پام ځانته را واړوي، هره ورځ سهار له ځانه وپوښتئ، چې مینه ناک ژوند مو څنګه و او هڅه وکړئ، چې د همغو ورځو په څېر خپل خاوند ته پام وکړئ. خوشاله جوړې پوهېږي، چې د یوې صمیمانه اړیکې خوندیتوب د دوی، د ماشومانو او د اړیکې په ګټه یې ده.

۴ ـــ کله چې وږي یاست شخړه مه کوئ:

ډاکټر پیلمر وایي: مخکې تر دې چې له خولې څخه مو ترخه او رټونکې خبره را بهر شي، نو په خوله کې مو یو خوشمزه څیز کېږدئ!

۵ ـــ بدلون ته لېواله واوسئ:

د وخت په تېرېدو سره موقعیتونه بدلون کوي. بریالۍ جوړې دېته لېواله دي، چې له خنډونو سره د مخامخ کېدو پرمهال، کوچني او سترونو خنډونو ته له شرایطو سره مطابقت ورکړي.

۶ ستاسو د خاوند د اړتیاوو لومړیتوب:

ډېری جوړې، چې ډاکټر پیلمر ورسره مرکه کړې وه، د خپل خاوند د خوښۍ او رضایت په ارزښت باندې پوه شوي، هغوی هر هغه کار ته ډېر پام کوي، په کوم سره چې د خاوند ژوند یې ښه او خوندور کېږي، ځکه پوهېږي، چې دا د دې سبب ګرځي، چې ګډ ژوند یې لاپسې ښه شي.

۷ ـــ په ځان باندې پام کوئ:

د خپل خاوند په اړتیاوو باندې تمرکز کول، د ځان د نالیدلي نیولو په مانا نه ده، هغه جوړې، چې پایښت لرونکی ژوند لري، هڅه کوي، چې خپل تناسب او خوشالي وساتي، ځکه پوهېږي، چې دا  له دوی او اړیکې سره یې ډېره زیاته مرسته کوي.

۸ ـــ خپل واده د یوې اوږد مهالې ژمنې په توګه په پام کې ونیسئ:

هغه کسان چې اوږد مهال یې له یو بل سره ژوند کړی دی، په دې باور دي، چې د واده اړیکه باید پایښت لرونکې پاتې شي. ډېری جوړې چې له واده وروسته څو پرله پسې کلونه له ستونزو سره لاس و ګرېوان وې، نو د واده اړیکه یې خوندي ساتلې، هغوی ټول په دې اړه په یوه خوله وو، چې دا یو هوښیارانه تصمیم و.

ژباړه: عطا محمد میاخېل