د (پي کی) فلم په دویمه برخه کې د عامر خان پر ځای رنبیر کپور مرکزي رول لوبوي

د باليووډ سینما د مسټر پرفیکشنسټ عامر خان Aamir Khan د بلاک بسټر فلم پي کی (PK) په دویمه برخه کې به اداکار رنبیر کپور مرکزي رول ولوبوي.

د رسنيو د راپورونو په وینا، د عامر خان او انوشکا شرما Anushka Sharma د بلاک بسټر فلم (PK) په دویمه برخه کې به د عامر خان پر ځای دا ځل اداکار رنبیر کپور په مرکزي رول کې راښکاره شي، د فلم پروډیوسر ودهو ونود چوپړه دا خبر تایید کړی دی او ويلي یې دي، چې د پي کی دویمه برخه جوړېږي چې په دې کې به رنبیر کپور په مرکزي رول کې راښکاره شي؛ خو تر هر څه مخکې د یاد فلم سکرپټ باید تکمیل شي.

پروډیوسر ودهو ونود ویلي دي، چې د پي کی فلم په وروستۍ برخه کې رنبیر کپور له عامر خان سره په یوې صحنې کې راښکاره کېږي، چې له دې نه دا قیاس اخیستل کېدای شو، چې کیسه لا پای ته نه ده رسېدلې او د دې فلم بله برخه هم جوړېدونکې ده. ودهو ونود دا هم وايي، چې د فلم کیسه لا لیکل شوې نه دی او په سکرپټ باندې یې کار روان دی.

 

ودهو زیاتوي چې زموږ هدف د پیسو ګټل نه، بلکې سینما کې د غوروالي رواستل دي؛ ځکه که زموږ هدف د پیسو ګټل وای، نو تراوسه به د منا بهای فلم شپږمه یا اوومه برخه هم خپره شوې وه.

 

د یادونې وړ ده، چې د اداکار عامر خان (PK) فلم د ۲۰۱۴ ز کال په ډیسمبر میاشت کې ریلیز شوی و، چې نه یوازې دا، چې د نړۍ په هره برخه کې یې د خلکو زړونه ګټلي وو، بلکې دا د بالي ووډ یوازینی فلم شو، چې شاوخوا ۷۰۰ کروړه هندۍ کلدارې ګټه یې وکړه.

کاپي…