د پښتون تحریک د بدنامۍ لپاره پر پښتین او ملګرو یې مقدمې جوړې شوي

 

د دوشنبې په ورځ په خپل بیان کې د بشري حقونو نړیوالې ادارې  پر ولس غږ کړی چې په انګرېزي، اردو او خپلو مورنیو ژبو کې په لیکلې بڼه له پاکستاني چارواکو نه د منظور پښتین او د هغه د ملګرو په ضد د مقدمو ختمولو غوښتنه وکړي.

یادې ادارې له پاکستانه غوښتي چې د پښتون غورځنګ د بیان د ازادۍ او د پرامنه غونډو د حقونو احترام دې وشي او خوندي دې وساتل شي.

یادې نړیوالې ادارې ویلي داسې ښکاري چې د غورځنگ د مشرانو خلاف د پولیسو مقدمې د پښتنو د حقونو دپاره غږ پورته کوونکي تحریک د بدنامولو او د غورځنگ مشرانو له خپلو حقونو د محرومولو هڅه کیږي.

په ورته وخت کې د پښتون ژغورنې یو غړی محسن داوړ وايي اوس په پاکستان کې د ورکو پښتنو شمېر پینځو زرو ته رسیدلی.

دی وايي هره ورځ د ورکو شوو پښتنو کورنۍ دوی ته مراجعه کوي او د خپلو بچیو د موندلو غوښتنه کوي.

د ده په خبره په پاکستان کې پښتانه د پوځ او استخباراتو هدف ګرځیدلي چې د پای وخت یې را رسیدلی.

باید یاده شي چې د بلوچستان پولیسو تېره اونۍ  په کلا سیف الله کې د پښټون ژغورنې  د غونډو وروسته د منظور پښتین، حاجي هدایت الله، علي وزیر، خان زمان کاکړ او نواب ایاز خان جوگېزۍ خلاف د نیولو حکم ور کړی.

جمشید ملکزی