پنجشنبه , 25 اپریل 2024

د پښتو ليکدود

لیکنه: شاه افغان ساپي

زموږ پۀ پښتو ژبې کې پنځۀ يېګانې کارٶلاى کېږي کومې چې پۀ دې لاندې ډٶل دي.

(ى ي ې ۍ ئ)

دا چې مونږ بايد پۀ کوم ځاى کې کومه يې وکاروو پۀ دې به پۀ راتلونکې کې ليکنه وکړم او لۀ تاسو سره به يې شريکه کړم.خو اوس دلته يواځې پۀ دې دوو يېګانو (ي، ئ) ليکنه کٶم او لۀ تاسو سره يې شريکؤم چې دا يېګانې مونږ بايد پۀ کوم ځاى کې وکاروو.

د ګڼ شمېر عام وګړو تر څنګ ليکوالان او خبري ويپ پاڼې وينم چې دغه دوه يېګانې نا سمې کارؤي. مونږ بايد دغه دوه يېګانې پۀ خپل ځاى او سمې وکاروو.

(ي)

دغه يې کومه چې د خپل بېخ ته دوه ټکي څنګ پۀ څنګ لري د جمع نومونو لپاره کارٶلاى کېږي.

لکه د مثال پۀ توګه

لرګي؛ سړي؛ کوچني؛ غرګي؛ منګي او داسې نور

دلته به يې پۀ يوې غونډله (جمله) کې وکارؤم.

لرګي مې تړلي وو سړي او کوچني راغلل غرګي او منګي يې پۀ لاسونو کې ول.

بعضې وخت دا (ي) د دوو تورو تر منځ هم کارٶلاى کېږي. لکه د مثال په توکه

وايل؛ وايي؛ ښايي او داسې نور

(ئ)

دا (ئ) د خپل ځان د پاسه حمزه لري دې (ئ) ته حمزه لرونکې (ئ) وايل کېږي ددې (ئ) کارٶنه پۀ امري بڼه يانې چا ته د يٶ کار امر کٶلو پۀ وخت کې کارٶلاى کېږي پرته لدې څحه پۀ پوښتنيز غونډلو (جملو) کې هم کارٶلاى کېږي. بيلګې يې په لاندې ډٶل دي.

کور ته لاړ شئ.

کار په چټک ډٶل وکړئ.

ايا تاسو ډوډۍ خورئ؟

ايا تاسو کور ته ځئ؟

ايا تاسو موټر لرئ؟

او داسې نور

وائي✖ وايي✔

ئي✖ يې✔

وائيل✖ وايل✔

ائينه✖ اينه✔

دا او دې ته ورته نور په لسګونه مثالونه شتون لري.

هېڅ کله حمزه لرونکې (ئ) د کوم ويي (لغات) پۀ لومړي سر او پۀ منځ کې يې ما کارؤئ همده (ئ) يواځې د ويي پۀ پاى کې کارؤئ.

بذرګل شاه ساپى تخلص شاه افغان ساپى