د پښتو ژبدودیز (ګرامري) حالتونه‎

فاعلي پېر (حالت) – nominative:

هغه ژبدودیز حالت چې د “څوک یا څه کومه کړنه ترسره کوي؟” پوښتنې ځواب وایي. د کړنې ترسروونکي ته کړند یا فاعل ویل کېږي.

کړند یو نوم، نومځری (ضمیر) یا یو څیز کېدای شي.

بېلګې:

۱) زه ښار ته ځم. => زه: کړند؛ ځم: کړ (فعل)

۲) ما ډوډۍ وخوړه. => ما: کړند؛ وخوړه: کړ

۳) سپي توپ پسې منډه کړه. => سپي: کړند؛ منډه کړه: کړ

یو کړند یا فاعل یوازې نوم یا نومځری نه، بلکې یو اوږد عبارت هم کېدای شي.

۱) د هغه مرګ زه خفه کړم. => د هغه مرګ: کړند؛ خفه کړم: کړ ( ځکه چې د کړند پوښتنه دا ده چې زه چا خفه کړم)

۲) هغه سړي، چې تورې جامې یې اغوستې، ۵۰ تنه وژلي. => هغه سړی چې تورې جامې یې اغوستې: کړند؛ وژلي: کړ (د کړند پوښتنه دا ده چې چا ۵۰ تنه وژلي)

اوښتی یا مغیره پېر – (oblique case):

اوښتی حالت هغه ژبدودیز حالت دی چې په ی، ي او ه (زور) پایېدلي نومونه په څو حالتونو کې خپله بڼه بدلوي، که هغه یوګړی (مفرد) وي یا ډېرګړی (جمع).

یوګړی:

ی پر ي اوړي لکه سړی – سړي

ي پر ۍ اوړي لکه خوشالي – خوشالۍ

ه پر ې اوړي لکه ونه – ونې

یادونه: په ې او ۍ پایېدلي نومونه نه بدلېږي!

ډېرګړی:

ي، ې او ۍ پر اوږد و اوړی لکه سړیو، خوشالیو، ونو

لومړی حالت – تولپېر – genetive:

په پښتو کې”د” ادات تول یا ملکیت څرګندوي چې تر یو نوم مخکې راشي.

بېلګې:

۱( د ژمي ساړه هر څوک نه شي زغملی. (دلته ژمی پر ژمي بدل شوی، دا چې “د” ادات یې مخته ولاړ دی)

۲) د دغې ونې پاڼې لا شنې شوې نه دي. (دلته ونه پر ونې بدل شوی، دا چې “د” ادات یې مخته ولاړ دی)

۳) د هغې ښایست بېسارې دی. ( دلته هغه، چې ښځينه نومځری دی، پر هغې بدل شوی، دا مخته یې “د” ولاړ دی.

۴) د ډېرو سړیو په اند ښځې کم ارزښته دي. (دلته سړي، چې د سړی جمع ده، پر سړیو بدل شوی، دا چې “د” ادات یې مخته ولاړ دی)

۵) نن د مورنیو ژبو نړيواله ورځ ده. (دلته مورنۍ ژبې پر مورنیو ژبو بدل شوی، دا چې “د” سربل یې مخته ولاړ دی)

ځینې تولنومځري له “د” سره نه راځي لکه زما، ستا، زموږ، ستاسو. همدارنګه کمزوري ځاني نومځري (مې، یې، دې، مو) هم د تول یا ملکیت نومځرو په توګه کارېدای شي.

د کمزورو ځاني نومځرو بېلګې:

۱) هغې مې زړه مات کړ. => دلته “مې” زما مانا ورکوي

۲) زما له ملګري مرسته وغواړه. زه یې تاته شمېره درکوم. => دلته “یې” د ملګري مانا ورکوي، یانې د هغه شمېره.

دویم حالت – سربلپېر (pre- or postpositional case):

کله چې یو سربل (preposition) یا وستربل (postposition) له نوم سره راشي، نو نوم خپله بڼه بدلوي. سربل او وستربل د بېلودونکو ګړونو یا مورفیمونو جوړه ده، چې په ګډه سره په یوه جمله کې د یو نوم یا نومځري (ضمیر) بدرګه کوي او له هغوی سره د یوې ځانګړې ژبدودیزې (ګرامري) اړیکې په موخه کارول کېږي. سربل او وستربل په ټولیز ډول یو ځای، لوری (طرف)، واټن (فاصله)، مهال او یوه پرتله (مقایسه) څرګندولی شي.

په پښتو کې سربل اکثر تر یو نوم مخته راځي لکه ته، پر، په، له او تر.

وستبرل تر یو نوم وروسته راځي او په خپلواکه توګه بې له سربله نه شي کارول کېدای. په وستربلونو کې راځي: کې، سره، باندې، لپاره، لاندې او داسې نور.

بېلګې:

۱) ننګيالي ته مې وویل، چې راشه. (دلته ننګیالی پر ننګيالي بدل شوی، دا چې “ته” سربل یې شاته ولاړ دی.)

۲) پر منګي اوبه تېرې کړه. (دلته منګی پر منګي بدل شوی، دا چې ‘پر’ سربل یې مخته ولاړ دی.)

۳) دلته په اوړي کې هم ساړه وي. (دلته اوړی پر اوړي بدل شوی، دا چې سربل په او وستربل کې ترې تاو دي. )

۴) نجیبه له څانګې سره ښار ته لاړه. (دلته څانګه پر څانګې بدله شوه، دا چې سربل له او وستربل سره ترې تاو دي)

درېیم حالت: تېرمهال – past tenses

په تېرمهال کې هــم په ی/ي او ه پایېدلي نومونه بدلېږي، کله چې په جمله کې معتدي کړ (فعل) راشي.

هغه کړ دی، چې تل په جمله کې له یو مفعول (object) راوړل کېږي. هغه مفعول یو نوم، نومځری (ضمیر) یا کوم عبارت کېدای شي. کړونه لکه خوړل، نیول، وهل، څښل، اغوستل (…) معتدي فعلونه دي. که چېرې ووایم زه خورم ،نو دا یوه بې مفهومه جمله ده، خو که چېرې ووایم، نو زه ډوډۍ /مڼه/… خورم، بیا بشپړ مفهوم ترې اخیستل کېږي، ځکه چې ډوډۍ، مڼه/… یې مفعولونه دي.

بېلګې:

۱) اوسمهال: زمری غرڅنۍ خوري.

تېرمهال: زمري غرڅنۍ وخوړه (دلته زمری پر زمري بدل شوی)

۲) اوسمهال: نجیبه کالي مينځي.

تېرمهال: نجیبې کالي ومينځل. دلته نجيبه پر نجیبې بدل شوی)

۳) اوسمهال: هغه (ښځينه چې وي) اوبه څښي.

تېرمهال: هغې اوبه وڅښې. (دلته هغه پر هغې بدل شوی) ==> که چېرې له هغه د چا موخه ښځینه وګړی وي.

مفعول پېر – objective case:

په پښتو کې معتدي کړ (transitive verb)

تل په جمله کې له یو مفعول (object) راوړل کېږي. هغه مفعول یو نوم، نومځری (ضمیر) یا کوم عبارت کېدای شي. کړونه لکه خوړل، نیول، وهل، څښل، اغوستل (…) معتدي فعلونه دي.

بېلګې:

۱) زه اوبه څښم. (دلته کړ څښم دی او مفعول یې اوبه دي)

۲) هغه کبان نيسي. (دلته کړ نیسم دی او مفعول یې کبان دي)

۳) احمد زه ووهلم. (دلته کړ ووهلم دی او.مفعول یې زه دی)

۴) زه ډېرې خبرې نه شم کولی. (دلته کړ “نه شم کولی ” دی او “ډېرې خبرې” مفعول دی)

مفعول دوه ډوله دی، چې دواړه له متعدي کړ سره په جمله کې راوړل کېږي. یو ډول بې سیده مفعول (direct object) دی او بل یې ناسیده مفعول (indirect object) دی.

سیده مفعول هغه دی، چې آر کړ (اصلي فعل) یې په مستقیمه توګه اغېزمنوي.

په پورتنيو بېلګو کې مفعولونه سیده دي.

که لومړنۍ بېلګه (زه اوبه څښم) د شننې لپاره بیا راواخلو، نو اوبه سیده مفعول دی او څښل آر یا ټوليز کړ (main verb) دی.

ناسیده مفعول هغه دی، چې په جمله کې له سیده مفعول سره اړیکه لري. ځینې ژبپوهان یې د سیده مفعول ترلاسونی (recipient) بولي، ځکه چې سیده مفعول ناسیده مفعول ته رسېږي. ځينې متعدي کړونه هم له سیده او هم له ناسیده مفعول سره کارول کېږيو لکه ورکول، ښودل، پېرودل، کول او نور هغه کړونه، چې په ” ول” پاید ته رسېږي.

بېلګې:

۱) هغه ماته یوه ډالۍ راکړه. (دلته ‘ماته’ ناسیده مفعول دی او “یوه ډالۍ” سیده مفعول دی؛ او راکړه، چې د ورکولو تېرمهالي بڼه ده، آر یا ټولیز کړ دی. )

۲) احمد ملګري ته د خپل ټولګي انځور وښود. (دلته ‘خپل ملګري ته” ناسیده مفعول دی او ‘ خپل ټولګي انځور’ سیده مفعول)

د کړونو بله ډله، چې لازمي فعل/کړ (intranstive verb) ورته وایي، له کوم مغعول سره نه راوړل کېږي.

کړونه لکه ژړېدل، خندېدل، ولاړېدل، ویرېدل او نور هغه کړونه، چې په ېدل یا کېدل پای ته رسېږي، لازمي کړونه دي.

بېلګې:

۱) زه ژاړم.

۲) هغه پر هره خبره خاندي.

۳) ننګیال سخت وډار شو.