پنجشنبه , 25 اپریل 2024

د پښو پړسوب ته په ټیټه سترګه مه ګورئ!

اکثره خلک د پښو پړسوب څخه شکایت کوي، خو کله دغه پړسوب دومره اندازې پورې زیات شي چې پښې درد پېل کړي، او ځينې خلک تر دې اندازې اغیزمن شي چې د سخت پړسوب له کبله ورته تګ ستونزمن شي.

په عام ډول د خلکو سوچ دادی چې د پښو پړسوب د زیاتې ناستې یا ولاړې څخه رامنځته کیږي، که څه هم دغه سوچ تر یوه اندازې سم هم دی خو له بل اړخه انسان دې ته نه اړ کوي چې درملنه یې ترسره کړي، خو ددې ځینې داسې لاملونه هم شته چې که پر وخت یې درملنه ونشي د سترو ناروغیو لامل جوړیږي.

پښه اوښتل

ځینې وخت پښه کې د ښوګیدلو یا اوښتلو پر وخت پړسوب رامنځته کیږي، چې ډېر جدي یې نه نیسي، وایي چې خپله به ښه شي، خو په حقیقت کې د پښو پړسوب ته په کمه سترګه نه دي کتل پکار.

لومړی خو پکار ده له ګرځېدو څخه ځان وساتل شي، خو که بې له ګرځېدو نه کېده نو په پښه دې زور نه راولي او نه دې هم په هاغې پښه کیني، د درملنې لپاره په پړسیدلي ځای واوره/یخ کیږدئ، درد به یې ارام او پړسوب به یې ختم شي.

انفیکشن

زیاتره وخت د پښو پړسوب د زخمي کېدو یا ښوګېدلو څخه نه رامنځته کیږي، خو یو عام انفیکشن هم د پښو د پړسوب لامل کیږي، کوم کسان چې په شکر یا اعصابي ناروغۍ کې اخته وي، د هغوی په پښه کې پړسوب د انفیکشن له امله رامنځته کیږي، خو که چیرې څوک بې له کومې وجې د پښو پړسوب لري باید سمدلاسه دې متخصص ډاکټر ته لاړ شي.

تنګې څپلۍ/بوټان پښو کول

پښه د بدن له مهمو برخو څخه ده، ځکه چې دا د ټول بدن وزن وړي، زیاتره وخت تنګې څپلۍ/بوټان پښو کول د پښو د پړسوب لامل کیږي، تنګ بوټان پښو کول د وینې جریان باندې اغیز کوي، او د پښو جوړښت هم خرابوي، ددې لپاره داسې بوټان پښو کول پکار دي چې په پښو کولو سره یې تګ کې هیڅ ستونزه نه وي.

زیاته تروشه خوړل

زیاته مالګه یا تروشه خوړل بدن د اوبو له کمښت سره مخ کوي، چې له کبله یې ټول بدن پړسوب کوي، د ورځې په اوږدو کې له ۲۳۰۰ ملي ګرامو څخه د زیات سوډیم او تروشه اخیستلو څخه ځان وساتئ، او همدا ډول له داسې خوړو څخه هم ځان وساتئ چې ډېره مالګه او تروشه ولري.

د زړه او پښتورګو ناروغي

د پښو پړسوب د پښتورګو او زړه ناروغۍ ته هم اشاره کوي، کله چې تاسو په ښنګري کې د درد احساس وکړ، دا په دې معنا ده چې ستاسې د بدن مهمې برخې، (زړه او پښتورګي) په سمه توګه کار نه کوي، په داسې حال کې سمدستي ډاکټر ته ورشئ.

د وزن زیاتوالی

د وزن زیاتوالی هم د پښو او ښنګرکو د پړسوب لامل کېدی شي، د چاغو کسانو په بدن کې غوړ/وازده زیاته وي، چې له کبله یې په ملا کې درد رامنځته او ورسره پښې پړسیږي.

زیاته موده ناسته یا ولاړه

د ورځې په اوږدو کې زیاته موده ناسته، یا زیاته موده ولاړه د پښو پړسوب لامل کیږي، اکثره وخت روغتون کې ډاکټران یا نرسانې خپل زیات وخت په ولاړه یا ناسته تیروي، چې د شپې پر وخت دوی ته احساس کیږي چې بوټان یې تنګ شوي، حالانکې ددوی پښو د ډیرې ناستې یا ولاړې څخه پړسوب کړی وي.

زیاته ولاړه یا ناسته پښو کې د وینې جریان اغیزمن کیږي او پښې پړسیږي، نو پکار ده چې د ورځې په اوږدو کې باید په یوه حالت کې پاتې نشئ، او بدن ته وخت تر وخته حرکت ورکوئ تر څو د پښو له پړسوب څخه خلاص شئ.

باید وویل شي چې د پښو پړسوب ښځو ته د حمل پر وخت هم رامنځته کیږي، خو ویل کیږي هغه د ښځې لپاره بې خطره دی، ځکه چې دغه پړسوب د ماشوم پيدایښت پورې محدود وي او بیا ختمیږي.