د پکتیا ولایتي چارواکي د ۲۶ وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکوي

د پکتیکا ولایت چارواکي ددغه ولایت په برمل او ګیان ولسوالیو کې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د ۲۶ وسله والو طالبانود وژلو خبر ورکوي.

د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین په وینا دغه وسله وال طالبان د دغه ولایت د برمل ولسوالۍ په علي مست او د ګیان ولسوالۍ په زاړه ګیان او خواجه خېلو کلي کې د افغان هوايي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.

طالبانو په ‌دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي؛ خو په یوه خبرپاڼه کې یې ویلي، چې د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ په پیرکوټي سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.